د لوګر په سیمه اییزه ادارو کې له مېرمنو سره دوه ګونی چلند 

خبریال وېب پاڼه/ په لوګر ولایت کې ځینې مېرمنې د دې ولایت په سیمه اییزه اداره کې د مېرمنو سره پر دوه ګوني چلند نیوکه کوي.

د دوی په خبره ځینې مېرمنې د لوړو زده کړو درلودلو سره سره بیا هم د دې ولایت په سیمه اییزه اداره کې ورته دنده نه ده ورکړل شوې.

سیمه اییز چارواکي که څه هم دا ستونزه مني چې په دې ولایت کې د مېرمنو شتون کمرنګه دی خو امنیتي او کلتوري ستونزې یې بیا اصلي لامل بولي.

لوګر د پلازمینې سره په ګاونډ کې پروت هغه ولایت چې په دولتي ادارو کې یې د مېرمنو له پاره دنده اخیستنه او کار کولو له پاره باید د کلتوري او سنتي ستونزو څخه تېرې شي.

له دې سره بیا په دې وضعیت کې مېرمنو زده کړې کړي دي خو په دولتي بنسټونو کې یې بیا شتون کمرنګه دی، د دې ستونزې لامل هم د مېرمنو په وړاندې دوه ګونی چلند، فساد او استخدام په برخه کې واسطه ګڼل کیږي.

له دې سره بیا د لوګر ښځو چارو ریاست په دولتي بنسټونو کې د مېرمنو کار کولو ته زړه نه ښه کېدو لامل هم امنیتي او کلتوري ستونزې یادوي.

د دې ولایت والي هم ټينګار کوي چې د مېرمنو پر وړانډې دوه ګونی چلند به له منځه یوسي او د مېرمنو دندو کې ګمارني بهیر ته به زیاتوالی ورکړي.

د سیمه اییزو مسؤولینو د شمېرو په بنسټ د لوګر په دولتي او غیرې دولتي ټولو ادارو کې یوازې ٢٥ تنه مېرمنې په دندو باندې بوخت دي.

دوی هره ورځ اړې دي چې د امنیتي احتمالي ګواښوونو قبلونې تر څنګ به ټولنه کې لسګونه بد او رد هم واوري.

د افغانستان په څېر په یو دودیزه او مذهبي ټولنه کې له کور بهر د مېرمنو کار کول له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دی، په وروستیو کلونو کې بیا زیات شمېر مېرمنې له دې ننګونو او ستونزو سره پر مبارزې را تېرې شوي او په ټولنه کې له خورا پرمختګ سره لوړ مقام ته رسېدلي چې د هېواد لپاره هم په هره برخه کې مثبتې تمامې شوي.

اوس مهال افغان مېرمنې اندېښنه لري، چې د طالبانو سره د سولې په کولو او حکومت کې د طالبانو په را ګډولو سره به د دوی پرمختګونه او لاسته راوړنې قرباني شي او د طالبانو د اسلامي امارت د تېرې دورې په څېر به بیا له زده کړو او کار لېرې په کورونو کېني.

افغان مېرمنې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه مهمه بولي څو د افغان ښځو له ټولو حقونو دفاع وشي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More