اشرف غني‌ ولي ‌د سولي‌ پروسه ځنډوي ؟‌


Notice: Undefined variable: post in /home/khabarial/public_html/wp-content/plugins/cardoza-facebook-like-box/cardoza_facebook_like_box.php on line 876

Notice: Trying to get property 'ID' of non-object in /home/khabarial/public_html/wp-content/plugins/cardoza-facebook-like-box/cardoza_facebook_like_box.php on line 876

خبریال وېبپاڼهد لوی اختر په لمړۍ ورځ د ولسمشر اشرف غني له وینا بیخيواضحه او څرګنده شوه چې نور نو د سولي‌د پروسې د ځنډولو او د بین الفغانيمذاکراتو د پیل هر اړخیزه هڅه کوي .

ولسمشر غني د اختر ورځې په وینا کې په ټینګار سره وویل چې د (۴۰۰) طالب زندانیانو د خوشي‌کېدو اختیار ورسره نشته او دا پرېکړه به ولس کوي‌. هغه د مشاورتي لويي جرګې د ژر رابللو پرېکړه اعلان کړه .

اوس پوښتنه داده چې ښاغلې ولسمشره ! ایا تاسو چې (۴۵۰۰) سوه طالب زندانیان خوشيکول د هغوی اختیار مو ولي‌ د ځان باله چې دا موضوع له ځان لیري‌او د ولس کار بولئ ؟

د خبریال وېیپاڼې معلومات ښيي چې په پاتې (۴۰۰) طالب زندانیانو کې د مقام په لحاظ کوم لوړرتبه طالب مشر نه دی پاتې البته د جرمونو له نیګاه نه هم تردوی د لویو پېښو ښکیل طالب زندانیان په تېور (۴۵۰۰) زندانیانو کې خوشي‌شوي‌ دي.

د منصب له لحاظه انس حقاني‌تر ټولو لوی طالب وو چې د افغان حکومت بغیر له کوم قید او شرط نه خوشي کړ او هم داراز د زابل ولایت د شاجوی ولسوالي‌ یو طالب مشر هم په خوښيشویو طالبانو کې شامل دی.

اوس چې د طالبانو ټول برجسته کسان خوشيشوياو پر (۴۰۰) کسانو یې د سولي‌پروسه ځنډېږي باید حکومت دا کسان ژر تر ژره خوشي‌او د سوليد مذاکراتو پیل ته لار هواره کړي‌.

او که دا ممکنه نه وي بیا دې د امریکا هغه وړاندیز ومنل شي‌چې واييدا زندانیان دې په یوه بل ځای کې وساتل شي‌ چې د حکومت بهانه ختمه شي‌.

که څه هم تر دم ګړیه لا دا روښانه نه ده چې طالبان به تر (۴۰۰) زندانیانو ورتیر شي‌او که څنګه خو ښه لاره دا ګڼل کېږي چې طالبان اوس پر اشرف غني‌نوريد بهانو لاري وتړي او افغان شموله خبرو ته لار هواره کړي‌.

درو امریکايي چارواکو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د شاوخوا 400 طالب بندیانو د خوشي کولو پر سر د ستونزې د حل لپاره وړاندیز کړی دی چې دغه بندیان دې د دواړو خواوو تر ګډ څار لاندې یوه درېیم ځای ته انتقال شي.

دا خبره رویټرز خبري ادارې د درو امریکايي لوړپوړو چارواکو له قوله کړې چې نومونه یې تر اوسه نه دي په ډاګه شوي. رویټرز لیکلي د افغان سولې په خبرو کې ښکېلو امریکایي ډيپلومېټانو دا وړاندیز طالبانو او افغان حکومت ته کړی دی.

د دغه وړاندیز په هکله تر اوسه نه خو افغان حکومت، نه طالبانو او نه هم د امریکا د حکومت له لوري څه وییل شوي.

اټکل دادی چې که چېرته اشرف غنينور هم د سولي په لار کې خنډونه ایجاد کړي‌ ښايي عبدالله عبدالله مخامخ د سوليخبرو ته را ودانګي او نوره دا پروسه پیل کړي .    

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More