The news is by your side.

اختر: کندهار کې د ترافیکي‌ پېښو (۸۱) ټپیان کړي‌

خبریال وېبپاڼه ـ د روان لوی اکتر په لمړیو دریو ورځو کې د کندهار حوزويروغتون ته د ترافیکي پېښو (۸۱) ټپیان وروړل شوي او د ۲ ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شو ي‌دي .

د کندهار روغتیا ييچارواکي واييچې اکثره تپیان د ځوانو موټر چلونکو له لوريپه پېښو کې خوږ شوي‌ دي‌. دې ټپیانو کې د لویه برخه کندهاري ځوانان دي‌ خو د زابل؛ هلمند او اروزګان ځیني‌کسان هم شامل دي .

د کندهار ښار یوه اوسیدونکي  سید بهاوالدین خبریال وېبپاڼې ته وویل چې اکثره خلک په اختر کې خپلو ځوانو او تنکیو اولادونو ته موټر او موټرسایکلونه په لاس ورکوي چې د ترافیکي پېښو سبب ګرزي‌.

نوموړي‌ له خلکو غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته نقلیه وسایط په لاس ورنکړي .

د کندهار میرویس روغتون ډاکتران وايي‌ چې ښايي د ټپیانو او وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم زیات وي ، ځکه ځیني‌ مالداره خلک خپل ټپیان شخصي روغتونونو یا کابل ته انتقالوي‌.

د میرویس روغتو یوډاکتر دا یادونه هم وکړه چې دا حوزوه ويروغتون د جګړې د ټپیانو تر فشار لاندي دی او د سپین بولدک ولسوالي‌ لسګونه ټپیان دلته تر درملنې لاندي دي او د ټکر د پېښو ټپیان راوړل پر روغتون نور فشار هم اچولای شي .

افغان چارواکي که څه هم د ترافیکي پېښو د مخنیوي‌توان نه لري؛ خو د کورنیو وګړو او مشرانو ته په کار ديچې خپلو تاندو ځوانو اولادونو ته موټر او موټر سایکلونه د اختر په مبارکو ورځو کې ورنه کړي .   

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.