اختر: کندهار کې د ترافیکي پېښو (۸۱) ټپیان کړي
خبریال وېبپاڼه ـ د روان لوی اکتر په لمړیو دریو ورځو کې د کندهار حوزوي روغتون ته د ترافیکي پېښو (۸۱) ټپیان وروړل شوي او د ۲ ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شو يدي .
د کندهار روغتیا يي چارواکي وايي چې اکثره تپیان د ځوانو موټر چلونکو له لوري په پېښو کې خوږ شوي دي. دې ټپیانو کې د لویه برخه کندهاري ځوانان دي خو د زابل؛ هلمند او اروزګان ځینيکسان هم شامل دي .
د کندهار ښار یوه اوسیدونکي سید بهاوالدین خبریال وېبپاڼې ته وویل چې اکثره خلک په اختر کې خپلو ځوانو او تنکیو اولادونو ته موټر او موټرسایکلونه په لاس ورکوي چې د ترافیکي پېښو سبب ګرزي.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته نقلیه وسایط په لاس ورنکړي .
د کندهار میرویس روغتون ډاکتران وايي چې ښايي د ټپیانو او وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم زیات وي ، ځکه ځیني مالداره خلک خپل ټپیان شخصي روغتونونو یا کابل ته انتقالوي.
د میرویس روغتو یوډاکتر دا یادونه هم وکړه چې دا حوزوه وي روغتون د جګړې د ټپیانو تر فشار لاندي دی او د سپین بولدک ولسوالي لسګونه ټپیان دلته تر درملنې لاندي دي او د ټکر د پېښو ټپیان راوړل پر روغتون نور فشار هم اچولای شي .
افغان چارواکي که څه هم د ترافیکي پېښو د مخنیويتوان نه لري؛ خو د کورنیو وګړو او مشرانو ته په کار دي چې خپلو تاندو ځوانو اولادونو ته موټر او موټر سایکلونه د اختر په مبارکو ورځو کې ورنه کړي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.