طالبان: ننګرهاربرید موږ پوري ‌تړاونه لري


Notice: Undefined variable: post in /home/khabarial/public_html/wp-content/plugins/cardoza-facebook-like-box/cardoza_facebook_like_box.php on line 876

Notice: Trying to get property 'ID' of non-object in /home/khabarial/public_html/wp-content/plugins/cardoza-facebook-like-box/cardoza_facebook_like_box.php on line 876

خبریال ویبپاڼه – د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریال وېبپاڼې همکار ته ویلي‌ چې دا برید په دوی پوري‌اړه نه لري او د طالبانو له لوري‌ نه دی شوی.‌

افغان حکومت وايي‌چې دا برید وسله والو طالبانو کړی او پراخ تلفات یې اړولي ‌دي .

خبریال وېبپاڼې ته د ننګرهار د روغتون ډاکترانو وویل چې تر دم ګړیه (۳) شهیدان او ۲۵ ټپیان وروړل شوي ‌او ښايي دا شمیرې نوري‌هم زیاتې شي‌.

دننګرهار د مرکزي‌زندان دروازه په موټر بم الوزول شوې او وسله وال په زندان ننوتي‌دي‌.

هم مهاله پر زندان باندي ‌دشا له لوري‌هم برید شوی دی چې ډزي‌لا هم دوام لري .

د ننګرهار په فضا کې پوځي‌ چورلکې په ټیټ پروازونه کوي او د ننګرهار له هوايي‌ ډګره تور لګي ‌پورته کیږي.‌

په ټپیانو کې ۴ ماشومان دي چې دیوه روغتیا يي‌حالت د اندېښنې وړ دی .

نور جزیات وروسته؛ له موږ سره اوسئ

ننګرهار کې د تلفاتو شمیر نور لوړ شو!

خبریال وېبپاڼه – امنیتي‌ چارواکي ‌وايي‌ چې اوس ننګرهار کې یو ځل بیا ډزي

ننګرهار: هوايي‌ډګر؛ محس او استناف محکمه په نښه شوي‌

خبریال وېب پآڼه ـ د ننګرهار نه تازه رارسېدلي‌راپورونه وايي‌ چې پر محبس د شوي‌برید سره هم مهاله د هغه ولایت پر هوايي‌ډګر هم درې توغندي‌را لوېدلي چې تاسیساتو اور اخیستی دی .

پر زندان باندي‌د مخ له لوري‌ د درنې چاودنې برید شوی چې د چارواکو په ګومان موټر بم برید دی او د شا لخوا پر زندان ډزي‌کېږي‌.
په فضا کې الوتکې په ټیټ پرواز الوتنې کوي‌ .

د ننګرهار د ملکي‌روغتون یوه ډاکتر خبریال وېیپاڼې ته وویل چې (۳) شهیدان او ۱۲ ټپیان ورته را وړل شوي‌دي‌.

په ننګرهار ښار کې د جګړې پّ ډګر کې ایسار د خبریال ډاټ کام همکار وايي‌چې سختي‌ډزې روانې دي‌او پولیسو او امنیتي‌ساتونکو لارې بندي‌کړې دي‌.

نور جوزیات وروسته
طالبان: ننګرهاربرید موږ پوري ‌تړاونه لري
ننګرهار: هوايي ‌ډګر؛محبس اواستناف محکمه په نښه شوي‌
تازه خبر! جلال اباد کې پرله پسې چاودنې او درنه جګړه پیل شوه
ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More