افغان حکومت روانه اوونۍ د لویې جرګې رابللو تابیا نیسي
خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت روانه اوونۍ د زمري ١٧مه نېټه د مشورتي لویې جرګې د رابللو تابیا نیسي.
ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر په مناسبت په وینا کې وویل چې د طالبانو ٤٦٠٠ بندیان یې خوشې کړي او د پاتې ٤٠٠ درنو جرمونو طالب بندیان په اړه به ولس پرېکړه کوي.
ښاغلي غني د درنو جرمونو طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د ولس نه د مشورې اخیستلو او په دې اړه د ولس پرېکړې کولو لپاره د لویې مشورتي جرګې رابللو خبره کړې وه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، د ولسمشر په توګه د افغانستان اساسي قانون او د جزا قانون هېڅ کومه ماده د درنو مجرمینو د ازادولو اجازه نه راکوي.
غني دا راز ویلي وو د طالبانو له لوري د بندیانو د ورکړل شوي نوملړ پرته به نور طالب بندیان هم ازاد کړي چې په دې سره به یې د ازادو شویو طالبانو شمېر ٥١٠٠ ته ورسیږي او دا د سولې لپاره د افغان حکومت ښکاره دریځ او پاک نیت دی.
په ورته مهال د درنو جرمونو طالب بندیانو له ازادولو سره نړیواله ټولنه هم مخالفه ده او افغان ولس او په ځانګړې توګه د طالبانو د جګړو او بریدونو قربانیان هم نه غواړي شې د سختو جرمونو طالبان دې وبخښل شي او ازاد دې شي.
د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند هم پای ته ورسېد، افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د پیل تر وخته له طالبانو د اوربند د تمدید غوښتنه کوي خو د طالبانو له لوري بیا تر اوسه د تمدید په اړه څه نه دي ویل شوي.
وسله والو طالبانو د اوربند په موده کې هم د افغانستان په پنځو ولایتونو کې له اوربند سرغړونه وکړه او بریدونه یې وکړل او په ځینو ولایتونو کې یې هدفي وژنې هم ترسره کړې.
افغان حکومت د طالبانو له لوري د ور سپارل شوي نوملړ له مخې د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره داسې مهال مشورتي لویه جرګه را بولي، چې دواړه لوري د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې دي.
تازه طالبانو د افغان حکومت د مشورتي لویې جرګې د رابللو سره مخالفت ښودلی، یاده ډله وایي، د ٤٠٠ طالب بندیانو په اړه د ولس مشورتي لویې جرګې رابلل او بیا یې د ازادولو یا نه ازادولو په اړه پرېکړه کول زیات وخت نیسي او دا به د جګړې د لا دوام او اوږدېدو په معنا وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.