The news is by your side.

جلال اباد:جګړه روانه تلفات تر(۱۰۰) واوښتل

خبریال وېبپاڼه – دافغانستان په ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې لا هم د وسله والو ترهه ګرو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده .‌ د ملي‌امنیت سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې تر دم ګړیه (۲۲) امنیتي‌ سرتېري؛ ولسي‌وګړي‌او زندانیان شهیدان شوي‌ او تر (۸۵) نور ټپیان دي‌

تر اوسه د (۳) ترهه ګرو د وژل کېدو راپورونه هم تلاسه شوي ‌دي‌. د ملي‌امنیت سرچینې وايي چې له زندان نه د تښتېدلو زندانیانو لوی اکثریت یې بېرته نیولی، خو د زندان په بارکونو کې لا هم ځیني ترهه ګر پټ دي‌.

دا جګړه چې اوس یې کابو شل ساعته وشول د یوه هاموي پوځي‌ ګاډي په مټ په ځانمرګي‌پیل شوه چې د ننګرهار د زندان دروازه یې والووزوله او پراخ تلفات یې واړول .

په جګړه کې د قربانیانو شمیر د ننګرهار چارواکي‌رسمآ‌کم ښيي او علت یې دا بلل کیږي چې په خلکو کې وېره لا زیاته نشي .

د جګړې سیمې ته کمانډو ځواکونه هم رسیدلي ‌دي‌ او پوځي سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوی له زوره او ځواک نه ځکه کار نه اخلي ‌چې د ولسي‌وګړو تلفات زیات نشي‌.      

ننګرهار(۵۰) کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې

خبریال وېبپاڼه – د اننګرهار امنیتي سرچینې وايي چې په برید کې د زندان په دروازه کې په لمړي‌برید کې (۷) کسان شهیدان شوي‌ دي؛ او بهر (۵) نور شهیدان لرو . ټول ټال (۳۷) کسان ټپیان دي‌ چې د ځینو روغتیا يي‌ حالت د اندېښنې وړ دی. په ټپیانو کې ماشومان او ځیني‌زندانیان هم شامل دي .‌

تر دم ګړیه (۲۹) تښتېدلي زندانیان بېرته امنیتي ‌ساتونکو نیولي ‌خو لسګونه لا هم ورک دي.

شرق پلازه کې درې بریدګر پر خلکو ډزي کوي ؛ د ننګرهار په زندان کې اور بل دی او د زندان له مینځ نه لوخړي‌پورته کیږي .‌

سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ټول بریدګر (۱۰) کسان دي ‌چې (۳) یې هلاک شوي‌ شوي ‌او (۷) یې لا هم ډزي‌کوي .

هم دا شیبه افغان امنیتي ساتونکي د زندان له درېیمې دروازې هم ورتیر شول او د زندان مینځ کې یې له بریدګرو سره جګړه روانه ده .

د شرق پلازې ته ختلي ترهه ګر پر افغان امنیتي‌ځواکونو هدفي ډزې کوي چې تلفات یې هم اړولي‌ دي‌.

ځايي چارواکي‌ وايي چې ښايي په کورونو کې هم خلکو ته تلفات اوښتي‌ وي؛ خو دمګړی نه معلومیږي‌ چې څومره به وي؛ ځکه شرق پلازه کې ځیني فلټونه هم د اوسېدلو لپاره شته دي .     

ننګرهار: د زندان د دروازې ټول ساتونکي ‌شهیدان شوي

خبریال وېبپاڼه – د ننګرهار د ملي ‌امنیت چارواکو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د موټر بم په لمړي‌ برید کې د زندان ټول ساتونکي ‌شهیدان شوي‌ او بریدګر زندان ته ننوتي ‌دي‌.

له زندان نه تښدېدلي زندانیان په زوره د خلکو کورونو ته ننوزي ؛ څلور بریدګر د زندان سره په خواکې لوړپوړې ودانۍ ته ختلي‌او پراخې ډزي ‌کوي .

یو شمیر زندانیانو ته هم تلفات اوښتي‌دي؛ خو تر اوسه یې دقیقه شمیره نه ده روښانه .

د ننګرهار زندان له منځه تورلوګي را پورته کیږي‌ او سخته ناورین وهلې فضا ده .

طالبان: ننګرهار برید موږ پوري ‌تړاو نه لري

خبریال ویبپاڼه – د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریال وېبپاڼې همکار ته ویلي‌ چې دا برید په دوی پوري‌اړه نه لري او د طالبانو له لوري‌ نه دی شوی.‌

افغان حکومت وايي‌چې دا برید وسله والو طالبانو کړی او پراخ تلفات یې اړولي ‌دي .

خبریال وېبپاڼې ته د ننګرهار د روغتون ډاکترانو وویل چې تر دم ګړیه (۳) شهیدان او ۲۵ ټپیان وروړل شوي ‌او ښايي دا شمیرې نوري‌هم زیاتې شي‌.

دننګرهار د مرکزي‌زندان دروازه په موټر بم الوزول شوې او وسله وال په زندان ننوتي‌دي‌.

هم مهاله پر زندان باندي ‌دشا له لوري‌هم برید شوی دی چې ډزي‌لا هم دوام لري .

د ننرهار په فضا کې پوځي‌ چورلکې په ټیټ پروازونه کوي او د ننګرهار له هوايي‌ ډګره تور لګي ‌پورته کیږي.‌

په ټپیانو کې ۴ ماشومان دي چې دیوه روغتیا يي‌حالت د اندېښنې وړ دی .

نور جزیات وروسته؛ له موږ سره اوسئ

ننګرهار کې د تلفاتو شمیر نور لوړ شو!

خبریال وېبپاڼه – امنیتي‌ چارواکي ‌وايي‌ چې اوس ننګرهار کې یو ځل بیا ډزي

ننګرهار: هوايي‌ ډګرمحس او استناف محکمه په نښه شوي‌

خبریال وېب پآڼه ـ د ننګرهار نه تازه رارسېدلي‌راپورونه وايي‌ چې پر محبس د شوي‌برید سره هم مهاله د هغه ولایت پر هوايي‌ډګر هم درې توغندي‌را لوېدلي چې تاسیساتو اور اخیستی دی .

پر زندان باندي‌د مخ له لوري‌ د درنې چاودنې برید شوی چې د چارواکو په ګومان موټر بم برید دی او د شا لخوا پر زندان ډزي‌کېږي‌.
په فضا کې الوتکې په ټیټ پرواز الوتنې کوي‌ .

د ننګرهار د ملکي‌روغتون یوه ډاکتر خبریال وېیپاڼې ته وویل چې (۳) شهیدان او ۱۲ ټپیان ورته را وړل شوي‌دي‌.

په ننګرهار ښار کې د جګړې په ډګر کې ایسار د خبریال ډاټ کام همکار وايي‌چې سختي‌ډزې روانې دي‌او پولیسو او امنیتي‌ساتونکو لارې بندي‌کړې دي‌.

نورجوزیاتوروسته

ننګرهار: د زندان د دروازې ټول ساتونکي ‌شهیدان شوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.