د ننګرهار ٤٢٠ کاله پخوانی د مملې باغ د ورانېدو په حال کې دی
خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د شاه جهان پاچا له خوا جوړ شوی د مملې باغ د خرابېدو په حال کې دی.
د دغي ولایت اوسېدونکي وایي دغه باغ د کورنیو جګړو او په اوسنۍ وختونو کې د حکومت او طالبانو په جګړو کې خراب شوی او حکومت يي بېرته باید جوړ کړي.
دغه باغ چې د جلال اباد ښار څخه شاوخوا ۷۰ کیلو متره وړاندي موقعیت لري د هېواد له بېلابېلو سیمو ورته سیلانیان د چکر او میلو لپاره ورځي.
قومي مشران او د سیمې سپین ږیري وايي دغه باغ ۴۲۰ کاله وړاندې د شاه جهان پاچا د واکمنۍ په پېر کې د هغې د لور نملي په نوم جوړ شوی دی.
دوی وايي د کورنیو جګړو پر مهال يې دغه باغ د قومي تړون په اساس ساتلی او اوبه يې ورته په بیعه اخیستي خو اوس د دغې باغ ډېری برخې خرابې شوي او وايي حکومت ورته کومه پاملرنه نه ده کړې.
قومي مشران وايي اوس په دغې سیمه کې کاملاً امنیت شته خو پخوا د طالبانو د لاس لاندې وو.
دغه باغ ډېر تاریخي ځایونه لري، دلته په یوه سیمه کې خلک د ساعت تېرۍ لپاره سترګي پتوي خو تر ټاکلي هدفه نه شي رسېدلی
د باغ چکر او میلي ته تللي خلک وایي ډېر کوښښ يې وکړ چې ټاکلي هدف ته په پټو سترګو ورسیږي خو په خبره يې رسېدل ورته ستونزمن کار دی.
ولایتي چارواکې وايي د نملې باغ چې په میمله باغ مشهور دی د رغېدو لپاره يي پلانونه لري.
دوی وايي دغه باغ د کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وو خو له تېرو دوه کلونو راهیسې د حکومت په کنټرول کې دی او ډلې ډلې خلک دې باغ ته د میلو لپاره ورځي.
ننګرهار د تفرېح او ساعت تېرۍ لپاره ډېر ځایونه لري خو حکومت ورته خاصه پاملرنه نه ده کړې.
اوس د هېواد ډېری اوسیدونکي ختیځ او په ځانګړې توګه ننګرهار، کونړ او نورستان ته د سیاحت لپاره ورځي، ننګرهار ولایت ته د ننګرهار نملي باغ، د دره نور درو او د کامې شیریخ ته په میلو ورځي. د نورستان او کونړ له جګو غرونو ځنګوونو او شنیلیو یا شنو سیمو څخه لیدنه کوي.
اوس مهال نورستان د افغانستان د ملي پارک په نوم هم نومول شوی او ډېری هېواد وال په دې هیله دي چې د نورستان ولایت د لارو په جوړېدو به وکولی شي له دې ولایت هم لیدنه وکړي، که په افغانستان کې سوله راشي د افغانستان ډېرې سیمې د سیاحت او تفرېح وړ دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.