The news is by your side.

۵۹ کلن امریکايي اداکار سین پین له ۲۸ کلنې لیلا جورج سره واده وکړ

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا هالیووډ سینما امریکایي اداکار سین پین د ٥٩ کلونو په عمر کې له ٢٨ کلنې لیلا جورج سره د ملګرتیا له څلور کلنې اړیکې وروسته واده وکړ.

د دوی واده په پټه توګه ترسره شو، چې یوازې خپل نږدې دوستان یې رابللي وو او د واده نه وروسته د دې جوړې د ګډ ژوند د يیل خبر په اړه یې هم یو ملګري پر خواله رسنۍ لیکلي وو.

دا د آسکر ګټونکي پین لپاره دریم واده دی چې د مخه یې د شهزادګۍ ناوې اداکارې روبین رائټ او پاپ سټار مډونا سره واده کړی و.

لیلا جورج د سین پین دریمه ښځه او درېیم واده شوه، سین پین امریکایي سندرغاړې او فلمي لوبغاړې سره واده کړی و، چې په خپله خوښه سره جلا شول، له هغې وروسته یې بیا له بلې مېرمنې سره د ژوند ١٤ کلونه تېر کړل او په ٢٠١٠ کال کې سره جلا شول.

له یاده دې پاتې نه وي چې لیلا جورج هم وتلې اسټالیایۍ فلمي اداکاره ده، نوموړې د اسټالیا په سېډني ښار کې زېږېدلې او د د اداکار ګریټا سکاچي او وینسنټ ډونوفریو لور ده او اوس یې له مشهور فلمي اداکار سره د ژوند نوی تړون وشو.

د سین پین او لیلا جورج د واده مراسم د جمعې په ورځ ترسره شوي وو او بیا یې ملګرې د دې فلمي جوړې د واده خبر پر خواله رسنیو خپور کړ.

د سین پین او لیلا جورج د واده د مبارکۍ لپاره په انسټګرام هم پوسټونه شوي دي.

د هالیووډ او بالیووډ زیات شمېر فلمي اداکاران، ژر واده نه کوي او یا هم په خپلو کې سره واده کوي یا هم له هغه چا سره واده کوي چې د فلم او سینما په برخه کې کورنۍ مخینه ولري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.