The news is by your side.

جعلي ‌افغان دیپلومات د استرالیا حکومت غوصه کړ

خبریال وېبپاڼهد امنیت د برخې قرار دادي‌ افغان؛ ديپلومات پاسپورت تر لاسه کړی او په اسټرالیا کې یې په قانون لوبي کړې دي .

ياد کس له افغانستان څخه د اسټراليا سيډني ښار ته او بيا له سيډني څخه بريزبن ښار ته الوتکه کې سفر کړی او وروسته بيا موټر کې د کوينزليند ايالت تاومبا ښار ته تللی دی.

دا شل کلن افغان په کرونا وایرس ککړ وو او د ټیسټ او قرنطین نه یې په دیپلوماتیک پاسپورټ ځان خلاص کړی اصفرونه یې کړي دي .

نوموړيویلي وو چې د قونسلي کارکونکی دی؛ خو وروسته روښانه شوه چې نوموړی د افغان حکومت د امنیت برخې قرار دادي دی او دیپلوماتیک پاسپورت یې تر لاسه کړی دی.

اسټراليا کې د کويډ۱۹ مخنيوي لپاره د نورو تدابيرو ترڅنګ له بهر څخه راغلي مسافر که هغه اسټراليايان وي او يا بهرني هغوی اړ دي ترڅو ۱۴ ورځو لپاره هوټلونو کې ځانونه قرنطين کړي او له وروستی معاينې وروسته بيا دا کسان که چيرې د کرونا ويروس ونه لري له هوټل څخه ټولنې ته خوشې کيږي.

د نړيوالو ديپلوماتيکو اصولو له مخه د يو هيواد ديپلومات که بل هيواد ته سفر کوي هغه هوټل کې له قرنطين څخه معاف وي معنی داچې ديپلوماتان هوټولونو کې نه قرنطين کيږي.

اسټراليا کې لدې وړاندې هم د ځينو ديپلوماتانو قرنطين نه کولو سره هغوی کې د کرونا ويروس موندل شوی وه او يادې مسلې ديپلوماتيکو اصولو ته بيا کتنې پر سر بحثونه راپارولي وو اوس وروستی پيښه افغانستان سره تړلې ده.

 اسټراليا بهرنيو چارو وزارت ويلي، ياد کس چې له افغانستان څخه اسټراليا ته راغلی د ياد وزارت لخوا ورته د معافيت ليک ندی ورکړل شوی.

اسټرالیا حکومت د افغانستان ددغه وګړي‌ پر بې پروا يي او خلکو ته کرونا وایرس انتقالولو سخت غوسه کړی دی؛ او کوينزليند ايالت صدراعظمه وايي، د بهرنيو ديپلوماتانو اسټراليا ته راتګ او بيا دهوټل قرنطين څخه معافيت ترلاسه کولو مسلې ته بايد يو ځل بيا کتنه وشي.

استرالیايي رسنۍ وايي چې ښايي دغه عمل د نورو دیپلوماتانو د سرخوږيسبب هم وګرزي.

ویل کېږي چې په افغانستان کې دیپلوماتیک پاسپورټونه په ملګرتیا؛ پیسو او خپلویو ترلاسه کېدلای شي؛‌او دا کړنه له تېرو نېژدې شلو کلونو په دود اوښتې ده .

که دا ثابته شي چې یاد افغان دا پاسپورت یه په فریب او یا هم په پیسو؛ انډیوالي یا خپلوي ترلاسه کړی ښايي په نړۍ واله کچه افغان حکومت ته ستونزي وځېږوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.