The news is by your side.

مسلمیار: وطن، خاورې او ولس سره زموږ مینه لکه لمر روښانه ده

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وایي، زموږ خدما، سیاست، وطن، ولس او خاورې سره مینه لکه د لمر روښانه ده.

ښاغلي مسلمیار د ننګرهار پر محبس د برید په تړاو سپیناوی ورکړی او ویلي یې دي چې د محبس مدیر د دې د ګوند او کورنۍ پورې هېڅ اړه نه لري.

نوموړی وایي، د ننګرهار پر محبس د برید سره سم په خواله رسنیو کې زما په تړاو منفي تبلیغات پیل شوي، چې د محبس مدیر عبدالولي حصارک مقررۍ تړاو ما پورې کوي، او یا دا چې زه یې تر شا ملاتړ کوم، خو هغه مې ده د ګوند پورې اړه لري او نه هم کورنۍ یا خپلوانو پورې، له پرون راهیسې د سیمې اسخبارات، خود غرضې کړۍ او :ي ځانګړې توګه د پاکستان استخباراتو جاسوسانو منفي تبلیغات پیل کړي او زموږ په اړه عامه ذهنیت خرابوي.

مسلمیار وایي، که هر څوک د ننګرهار د محبس مدیر عبدالولي حصارکي د مقررۍ په تړاو کوم ثبوت لري چې ګواکې زما په مرسته او ملاتړ مقرر شوی نو په رسنیو او مطبوعاتو کې دې شریک کړي، چې ولس ته هر څه په ډاګه شي، یوازې د شریک عکس اخیستلو مسله په دې معنا نه ده چې زه به یې ملاتړی یم، ځکه هره ورځ له خلکو او چارواکو سره لسګونه لیدنې لرم او دا چې هغوی عکسونه اخلي او له خپلو فېس بوکونو یې خپروي ما پورې اړه نه لري.

فضل هادي مسلمیار وایي، له وطن، خاورې او ولس سره زما مینه ټولو ته روښانه ده، استخباراتي کړیو او جاسوسانو تل زما په اړه داسې منفي داسې دسیسې جوړې کړي خو تل ناکام او شرمنده شوي دي او موږ په کې پاک را وتلي یوو، چې تازه بېلګه یې د ننګرهار د محبس برید دی چې یوه نوي دسیسه یې زما په اړه راپورته کړه تر څو دا برید په کې ورک کړي چې لسګونه هېواد وال په کې قربانیان شول.

مسلمیار وایي، د ترهګرۍ پر وړاندې خپله هم مبارزه کوي او د همدې ترهګرو د لاسه یې کورنۍ هم قربانۍ ورکړي دي، د افغانستان هر دوښمن زموږ دوښمن دی.

نوموړی وایي، زه یوازې د ننګرهار نه بلکې د ټول اففانستان د خلکو استازی یم، تل مې د خلکو غږ تر حکړمت رسولی، په ملي مسایلو کې مې ګډون کړی، ملي ارزښتونو او ګټو پاللو کې مې د ملت تر خوا پاتې شوی یم.

مسلمیار وایي، سیاسي رقیبان دې ورسره د سیاست په ډګر کې سالم رقابت وکړي، دا رقابت نه دی چې په خواله رسنیو کې راپسې په جعلي حسابونو تبیلغات کوي، دوی مې مقام او درځ نه شي زغملی نو ځکه داسې نا سالمه مبارزه راسره کوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسملیار وایي، د ننګرهار پر محبس برید امنیتي ادارې څېړي، اسناد، شواهد او مدارک به را ټولوي، او د ننګرهار په امنیتي مسؤولینو غږ کوم چې ناغیړي دې نه کوي او د داسې خونړیو پېښو مخنیوی دې وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.