The news is by your side.

بیروت کې (۲۷۵۰) ټنه باروت چاودلي؛ ۴۰۰۰ تلفات

خبریال وېبپاڼه – د لبنان په پلازمېنه بیروت کې (۲۷۵۰) ټنه باروت چاودلي‌ چې دم ګړی یې تلفات تر(۴۰۰۰) واوښتل.

ځايي خبریالان وايي چې د اتو ساعتونو له تېرېدو وروسته هم امبولانسونه مړي ‌او ټپیان راټولوي او زښت زیات تلفات اوښتي.

ځايي چارواکي د (۷۰) کسانو مړینه او د (۴۰۰۰) کسانو ټپي کېدل تایدوي؛ خو عیني شاهدان او هلته موجود خبریالان وايي چې د سلګونه کسانو سوځل شوي ‌جسدونه یې لیدلي‌ او د بیروت پورټ په بشپړه توګه له کاره لوېدلی دی.‌

ولسمشر میشل آون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا د منلو وړنه ده چې دومره زیاته اندازه باروت دې په ناخوندي‌ توګه هلته ځای پرځای کړل شوي‌ وي؛ نوموړی زیاتوي‌ چې پلټنې کوي او عاملینو ته به سخته جزا ورکوي.

ولسمشر میشل آون په بېړنۍ توګه د (۶۶) میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی؛ خو خبریالان وايي چې نه جبرانېدونکی مالي‌او ځاني ‌زیان اوښتی دی.

په لبنان کې ملي ماتم اعلان شوی او د بیروت او شا وخوا نیژدې ښارونو کې په ټلو روغتونو نو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د لبان د چاودنې په اړه نړۍ والې ټولنې په یوه خوله د مرستې او خواخوږي اواز پورته کړی دی؛ ‌فرانسې وویل چې لبنان ته مرستې او سرچینې لیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر “جواد ظریف” ټویټ کړی او خپله خواخوږي یې ښودلې ده، په داسې حال کې چې سعودي عربستان له لبنان سره خپل بشپړ یووالی څرګند کړی.

اسرایل په یوه بیان کې ویلي چې دوی “د نړیوال امنیت او ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې لبنان ته رسیدلی او د لبنان حکومت ته یې طبي او بشري مرستې وړاندیز کړې دي”.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چاودنه په ښار کې د هغوی سفارت ته نېژدې شوې ده او د سفارت کارکونکو ته یې تلفات اوښتي ‌دي.

دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې په لبنان کې له اقتصادي مخ پر ځوړ حالت سره د پخواني تاوتریخوالي یاد تازه کېږي.

په ۲۰۰۵ کال کې د پخواني لومړي وزیر رفیق الحریري وژنې محاکمې پرېکړه هم نژدې راتلونکې کې کېدونکې ده، او د دغې حساسې قضیې له کبله هم لبنان کې تاو تریخوالی ډېر شوی دی.

تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو یوه محکمه به د موټر بم هغې وژنې په تړاو د څلورو مشکوکو کسانو په هکله خپله پرېکړه د جمعې پر ورځ اعلان کړي.

دلبنان په پلازمېنه بېروت کې درنې چاودنې، لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او په سلګونو نو ټپيان دي د مړو اوټپيانو شمېره په ډېرېدو ده. چاودنه په ميلونو لرې ليدل شوې او د لبنان د سره صليب مشر ويلي چې ګڼ ټپيان روغتونونو ته وروړل شوي دي. د لبنان کورنې وزير وايي چې چاودنه د امونيم نايټرايټ په يوه زيرمه تون کې شوې او غږ ېې کړى چې ښايي د داسې چاوديدونکو توکو د زيرمه کولو په هکله دې پراخې ګروېژنې وشي. په خواله رسنيو باندې د وينې د ورکړې بېړنۍ غوښتنې شوي او وايي چې ډېرو روغتونونو ناروغان له خپل وره نه بېرته ستانه کړي دي که څه هم امبولانسونه يو په بل پسې روغتونونو ته ورځغلي. په دې منځ کې اسرايېلو د دې پېښې سره د خپل هر ډول تړوه انکار کړى دى.دا پېښه د کورونا په دې وبا ځپلي هيواد کې په داسې حال کې شوې ده چې په مالي ناورين او بده ورځ اخته لبنان هره ورځ تر بلې په لا بده اخته کيږي.د لبنان ولسمشر د هغه هيواد د امنيتي جرګه ګۍ بېړنۍ غونډه رابللې او صدراعظم ېې ملي ماتم اعلان کړى دى.ډاکتر صیب اکبر لیکلي

Posted by khabarial.com on Tuesday, August 4, 2020

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.