The news is by your side.

که پاکستان افغانستان کې جګړه غواړي نو دوښمني کوو

خبریال وېب پاڼه/ پر افغان خاوره د پاکستان د برید په اړه د څېړنو لپاره د ټاکل شوي پلاوي درې ورځنۍ څېړنې پای ته رسېدلي.

پلاوي که څه هم په ښکاره د څېړنو پایلې له رسنیو سره شریکې نه کړې خو وايي، د تېرې پنجشنبې برید د پاکستان د بد نیت یوه بېلګه ده.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت راغلي استازي وايي، د پاکستان پر وړاندې افغان ځواکونو په پوره مېړانه دفاع کړې او پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو هر بالمثل عمل ته به ځواب وايي.

پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو د بریدونو او وروسته د دواړو لوریو تر منځ د جګړې په اړه د څېړنو لپاره د کابل څخه یو پلاوی راغلی دی.

دا پلاوی وايي چې درې ورځنۍ څېړنې يې بشپړې شوي او د پایلو په اړه راپور به یې د ملي امنیت له شورا او ولسمشر سره شریکې شي.

د ملي امنیت شورا مرستیال ډاکټر صدیق الله فهیم چې د یاد پلاوي مشري يې په غاړه لرله په ښکاره یې د پایلو څېړنې له رسنیو سره شریکې نه کړې خو وايي، پر افغان خاوره بریدونه د پاکستان د بد نیت یوه بېلګه ده.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت استازی وايي، پر سپین بولدک د بریدونو پر مهال د پاکستان پر وړاندې افغان ځواکونو په پوره مېړانه دفاع کړې.

اقبال عالي نادري وايي، پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو هېڅ یو برید به بې ځوابه نه پرېږدي او د پاکستاني ځواکونو د هر بالمثل عمل ځواب ته هر وخت د چمتوالي حالت کې دي.

خو د کندهار اوسېدونکي بیا د پاکستان له لوري پره ډېورنډ کرښه د اغزن سیم غځولو او پر افغان خاورې بریدونو ته د افغان حکومت پر پڅ دريځ نيوکه کوي.

دوی وايي، حکومت اړ دی، چې د دغه ډول دريځ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي.

دغه جګړه چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ماښام د افغان سرحدي او پاکستاني ځواکونو تر منځ وشوه، د پاکستاني ځواکونو له لورې په راتوغول شویو توغندیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ووژل شول او ۸۰ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې وه چې د چمن اوسېدونکو پر امن احتجاج روان وو چې پاکستاني پوځ ډزيې ورباندې وکړې او یوه مېرمن یې شهیده کړه؛ وروسته ځوانانو هڅه وکړه چې د مېرمنې مړی تر لاسه کړي د پاکستان پوځ په پرله پسې ډول پر ولس ګوولۍ وه اورولې .

دروازه چې ړنګه شوه افغان مسافرو د سپین بولدک ولسوالۍ لور ته منډه کړه پاکستاني پوځ د شا له لوري‌ ډزې ورباندي وکړې او ګڼ شمېر کسان یې وویشتل .

وروسته افغان امنیتي‌ساتونکو هم د خپلو توپکو خولې پر پاکستاني مرتد پوځ ورخلاصې کړې او ګڼ پاکستاني عسکر هلاک شول .

جګړې زور واخیست او پاکستاني پوځ په پرله پسې ډول پر ولسي خلکو د توپونو بریدونه وکړل چې د سپین بولدک ولسوالۍ په ښار کې درانه تلفات واړول .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.