The news is by your side.

١٠ میلیون افغانان په کووېډ١٩ ناروغۍ اخته دي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، چې شاوخوا ١٠ میلیونه افغانان په کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني وایي، د افغانستان ١٠ میلیون وګړي چې د غه هېواد ١,٥ سلنه نفوس جوړوي د کرونا وبا له امله رنځیږي.

دا په داسې حال کې ده چې کرونا وبا لا هم د نړۍ لمن نه ده خوشې کړې او نه په بشپړه توګه د کرونا وبا مهار شوې ده، اوس مهال هم په ټوله نړۍ کې میلیونونه وګړي پر دې ویروس ککړ دي او زرګونه ترې مړ شوي دي.

اروپایي هېوادونه، امریکا او په اسیایي هېوادونو کې د هندوستان وګړي دې ناروغۍ ډېر وځپل او لا یې هم د مثبتو پېښو شمېر په لوړېدو دی.

بل لور بیا په افغانستان کې د اوایلو په پرتله د دې ناروغۍ شدت کم شوی او خپرېدنه یې تر ډېره مهار شوې ده.

د افغانستان په ګرمو سیمو کې د دې ناروغۍ مثبتې پېښې را کمې شوي دي، په ځانګړې توګه په ختیځ او د ختیځ زون په ننګرهار ولایت کې چې هوا یې د افغانستان د نورو سیمو په پرتله د دوبي په موسم کې خورا ګرمه ده، د هوا په ګرمېدو سره په داسې سیمو کې د کرونا ویروس چټکتیا کمه شوې او د مثبتو پېښو شمېر په کې په نه شت حساب دی.

خو بیا هم د هرو ٢٤ ساعتونو په تېرېدو په افغانستان کې له سلو پورته یا ښکته مثبتې پېښې ثبتیږي او له دې ناروغۍ د مړینې کچه خورا کمه شوې ده.

یو شمېر علمي څېړنو هم په اثبات رسولې چې د هوا په ګرمېدو سره د کرونا ویروس شدت کمزوری کیږي او بیا د مثل تولید نه لري.

په دې علمي څېړنه کې ویل شوي وو، چې د دوبي د موسم د لمر تودوخه د کرونا ویروس په ٣٤ دقیقو کې له منځه وړي.

په ورته مهال دې ویروس افغانستان نه یوازې له روغتیایي اړخه وځپلو بلکې د افغانستان اقتصاد یې هم مخ پر شاه راووړ.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو UNDP یا د پراختیا پروګرام راپور ورکړی وو، چې دې ویروس د افغانستان ١٣ سلنه کورنۍ بې وزلۍ سره مخ کړې.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام دا راز ویلي وو، چې دې ناروغۍ د افغانستان اقتصادي وده ٩ سلنه را ښکته کړه او له امله یې په هېواد دننه غیر خالص تولیدات هم کم شوي دي.

په راپور کې راغلي وو، چې تر دې وړاندې افغانستان کې ٥٥ ٥٥سلنه بې وزلي وه، چې د کرونا ویروس یا کووېډ ١٩ ١٩نااوغۍ په خپرېدو دا کچه تر ٧٠ سلنې وختله.

یاد سازمان اندېښنه ښودلې وه، چې افغان حکومت عواید نه لري او د دې کړکېچ پر وړاندې یې مبارزه هم نا ممکده ده، څو بهرني هېوادونه یې لاسنیوی ونه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.