The news is by your side.

یو شمېر ولایتونو کې ٧٠ سلنه سیمه اییز پولیس خیالي دي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه اییزو خیالي پولیسو په تړاو د سیګار راپور!

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څارونکی یا سیګار تازه راپور خپور کړی، چې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو سیمه اییز پولیس ٧٠ سلنه خیالي دي او په زیاته کچه هېڅ سمه اییز پولیس شتون نه لري.

یاده اداره وایي، د سیمه اییزو پولیسو د شتون په تړاو اغراق شوی دی.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وایي، چې د پولیسو په ګومارلو کې د مخکښو سیاستوالو نفوذ او فشار د پولیسو په شتون کې هم فساد او دروغ رامنځته کړي دي.

یو شمېرېپخواني پوځیان او پوځي کار پوهان هم له بنسټیز جوړښت سره سم د سیمه اییزو پولیسو نه ګومارنه نیوکه کوي او د دوی پر ځای ناسته نا سمه بولي، خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت بیا په دې تړاو چوپه خولی دی.

ن افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د خپل مأموریت د پیل سره سم ویلي وو چې په پوځ کې به له دندې سره نا غیړي کوونکي، مفسد مسؤولین او خیالي پولیس لېرې کوي او په همدې توګه یې د کورنیو چارو له وزارت هم نا سم مسؤولین له دندو لېرې کړي دي دي.

د افغانستان د ډېرو سیمو نا امني او د پولیسو د پوستو د سقوط یو لامل هم د خیالي پولیسو شتون دی، که څه هم افغان حکومت د دې چارې د مخنیوي ډېره هڅه کړې خو بیا هم د داسې پولیسو او سرتېرو په نومونو معاشونه ځي چې هېڅ د پوځ په لیکو کې کار نه کوي.

د خیالي پولیسو په نوم معاشونه بیا د هغو چارواکو او زورواکو جېبونو ته ځي چې د هغوی په زور او فشار د پوځ په لیکو کې یې نومونه لیکل شوي وي.

په داسې حال کې د خیالي پولیسو په نومونو معاشونه ځي، چې د پوځ په لیکو کې شته سرتېرو ته ان خپل معاشونه هم ډېر کله پر وخت نه رسیږي او د شهید شویو سرتېرو کورنۍ د بې وزلۍ له امله سوال کولو ته اړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.