غزني کې وسله والو د ځوانانو پر سټایلونو بندیزونه لګولي

خبریال وېب پاڼه/ غزني ولایت کې د حکومت مخالفو وسله والو د دې ولایت پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ځوانانو یو لړ بندیزونه اګولي دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، وسله والو د غزني پر خلکو او ځوانانو محدودیتونه وضعه کړي، غواړي ولس تر خپل انحصار لاندې راولي او د غزني خلک او ځوانان پرمختګ ونه کړي.

ښاغلی جمعه زاده وایي، چې وسله والو پر ټکنالوژۍ هم بندیز لګولی او ځوانانو ته ځیرک مبایلونه هم نه پرېږدي او له ډېر پخوا څخه یې پر استعمالولو بنذیز لګولی او د خواله رسنیو له کارولو یې هم منع کړي دي.

د نوموړي په خبره د وسله والو مخالفینو په اند که چېرته د غزني خلک او ځوانان ځیرک مبایلونه او خواله رسنیو څخه ګټنه واخلي، له نړۍ سره اشنا کیږي سیاسي شعور یې لوړیږي، هوښیاري او پوهیږي، نو بیا د وسله والو امر پر دوی نه چلیږي، نو ځکه وسله وال مخالفین غواړي چې د غزني خلک تر خپل انحصار لاندې راولي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده زیاتوي، چې د غزني هغه سیمې چې د حکومت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې دي، هلته د ځوانانو پر سټایلونو هم بندیزونه لګېدلي دي او وسله وال ځوانانو ته د وېښتانو جوړول، د کالو جوړول، د ږیري جوړول او نور د ځوانانو سټایلونه نه پرېږدي.

نوموړی وایي، وسله وال غواړي ولس نا پوهه او جاهل پاتې شي او د دې لپاره ښوونځي هم سوځوي، د غزني ير ولسو فشار راوړي او تر خپل انحصار لاندې یې ساتي، نه غواړي ولس خپلواک اوسي، په خپله خوښه ژوند وکړي او خپلو موخو ته ورسیږي.

د وسله والو مخالفینو دا بندیزونه بیا د غزني په هغو سیمو کې زیات دي چې د دوی تر واک او کنټرول لاندې دي.

له اوږدې مودې را هیسې د غزني ولایت اوسېدونکي هم د نا امنینو څخه سر ټکوي او د وسله والو مخالفینو له لوري د دوی پر ځورول کېدو شکایت کوي.

د غزني لوستي ځوانان ګیله کوي، چې مشر نه لري چې له لمن یې ونیسي، خپل وکیل هم نه لري چې تر لاس یې را کش کړي او نه ولسمشر ته لاس رسی لري چې د خپل سقوط غږ ور ورسوي.

دوی وایي غزني په هېواد کې د بحران تر ټولو ستر مثال دی چې هره ورځ یې ځوانان هم ترور کیږي.

غزني ولایت د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې د څو کلنې جګړې په دوام کې یې درانه مالي او ځاني زیانونه ولیدل او لا یې هم فعال ځوانان د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له لوري په یو او بل نوم ترور کیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More