The news is by your side.

مرګ پر پاکستان, هلمند کې د پاکستان پر ضد پراخ لاریون

خبریال وېب پاڼه/ هلمند کې د مدني ټولنې له لوري د پاکستان پر ضد پراخ لاریون راوتلی وو او د پاکستان د بشر ضد کړنې یې وغندلې.

دا لاریون د هلمند د مدني ټولنې مشر اختر محمد بادیزي له لوري په لاره اچول شوی وو، چې د هلمند دیني عملؤو، قومي مشرانو، سپین ږیرو، ځوانانو او ماشومانو په کې ګډون کړی وو.

د دوی د پاکستان بشر ضد کړنې وغندلې او د دوښمن هېواد پاکستان پر ضد یې نعرې وکړې.

د دې لاریون پر لاره اچوونکي او سر لاري اختر محمد بادیزي پاکستان دوښمن، ترهګر، ظالم او د بشر حقونو ضد هېواد یاد کړ او له افغان حکومت یې وغوښتل چې د پاکستان هېواد سره هر ډول ناورین او کړکېچ ته سمه د حل لار پیدا کړي.

د لاریون بل ګډونوال او مدني فعال محمد جامع وویل، چې د پاکستان د ظالمانه کړنو پر وړاندې به په ڼول هېواد د دوښمن هېواد پاکستان پر ضد غږونه پورته کوي.

لاریون کوونکي د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو څخه را ټول شوي وو او د هلمند مرکز لښکر ګاه ټول ښار کې یې پیاده لاریون وکړ او په نورو هېوادوالو یې هم غږ وکړ چې د پاکستان دوښمن هېواد پر ضد را پاڅیږي.

دوی د لاریون په ترڅ کې د پاکستان هېواد بیرغ سره کرښه کش کړه او بیرغ ته یې اور ورته کړ، د مرګ پر پاکستان او مرګ پر پنجاب شعارونه یې ورکړل

دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان هېوادونو د سیاسي ستونزو تر منځ منځګړیتوب وکړي او د دې په حل کې دې مرسته وکړي.

دا لاریون د هلمند د ولسونو له لوري د تېرې اوونۍ لوی اختر په شپه د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستان پوځ د تېري او برید په غبرګون را وتلی وو، چې د پاکستاني پوځ په ډزو کې ملکي وګړو ته درنه مرګه ژوبله واوښته.

بل پلو بیا پر افغان خاوره د پاکستان د برید په اړه د څېړنو لپاره د ټاکل شوي پلاوي درې ورځنۍ څېړنې پای ته رسېدلي.

پلاوي که څه هم په ښکاره د څېړنو پایلې له رسنیو سره نه دي شریکې کړي خو وايي، د تېرې اوونۍ پنجشنبې برید د پاکستان د بد نیت یوه بېلګه ده.

پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو د بریدونو او وروسته د دواړو لوریو تر منځ د جګړې په اړه د څېړنو لپاره د کابل څخه یو پلاوی راغلی دی.

د ملي امنیت شورا مرستیال ډاکټر صدیق الله فهیم چې د یاد پلاوي مشري يې په غاړه لرله په ښکاره یې د پایلو څېړنې له رسنیو سره شریکې نه کړې خو وايي، پر افغان خاوره بریدونه د پاکستان د بد نیت یوه بېلګه ده.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت استازی وايي، پر سپین بولدک د بریدونو پر مهال د پاکستان پر وړاندې افغان ځواکونو په پوره مېړانه دفاع کړې.

اقبال عالي نادري وايي، پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو هېڅ یو برید به بې ځوابه نه پرېږدي او د پاکستاني ځواکونو د هر بالمثل عمل ځواب ته هر وخت د چمتوالي حالت کې دي.

خو د کندهار اوسېدونکي بیا د پاکستان له لوري پره ډېورنډ کرښه د اغزن سیم غځولو او پر افغان خاورې بریدونو ته د افغان حکومت پر پڅ دريځ نيوکه کوي.

دوی وايي، حکومت اړ دی، چې د دغه ډول دريځ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.