The news is by your side.

که غواړﺉ کوم ولس ووژنﺉ د فساد په ګوړه لړلي زهر ورکړﺉ

خبریال وېب پاڼه/ د خبرونو تر شا که د خبريال په توګه وي او که د خبر د ليدونکي او اوريدونکي په توګه، که خبرونه جوړوئ، که ېې ليکئ، که یې ګورئ او که یې اورئ او ګورئ یې، خو وګورئ چې د خبر د ليکو تر شا څه تيريږي يا څه پراته دي او د پېښې د اغېز لمنې تر کومه غځيږي اوس یې يو مثال ورکوو او د لبنان په شوې هغې لويه چاودنه یې مثال ورکوو چې بيروت ېې درز ولړزوو او نړۍ یې خبر؟

١- خبر په خپله: د لبنان په پرونۍ چاودنه کې د ننيو شمېرو له مخې يو سلو پنځه څلوېښت تنه مړه او پنځه زره تنه ټپيان شول او دا دواړه شمېرې لا نورې هم لوړېدلى شي، چاودنه دومره درنه وه چې د څلورو يا پنځو کيلومېټرو په خپرېدونکې وړانګه او radius کې ېې کابو يا د هر کاله کړکۍ او ښيښې ماتې کړي او يا یې ورله بلۍ او دېوالونه راونړول هر ځاى يا د مړو خبرې وې او دي او يا د ټپيانو زګېروي!

د لبنان نه وتلې د چاودنې زوګ او زور ١٦٠ کيلو ميټره اخوا لرې پراته قبرس ته ورسېد کابو د درې بلينو ډالرو مالي زيان یې په ډېر بد مالي فقر اخته ننني لبنان ته ور واړولو او که څه هم د بيروت هستوګن نن بېلونه، تسکورې، برشونه او جاروګانې په لاسو د خپلو کوڅو پاکولو ته راوتي ولې په لبنان کې د دوو اونيو ماتم اعلان شوې ماتم د دې چاودنې د لاسه جوړ شوي وير ته لږ دى او ښه سوکه لېدلى شو چې څنګه يوه ګاونډي ته د ور پېښ ناورين انګولا يواځې بل ګاونډي او د هغه ټول چم ګاونډ نه بلکې لوى نړيوال کلي واوريدله يا یې د خواله رسنيو او راډيوګانو د خبر له خولې او يا د ټلويژن د ښيښه ېي دړو او سکرينونو له مخه!

٢- د خبر اغېزې:
د خبر زور د خبر په اغېزو کې وي ځينې ېې له همدې امله ډرامه ټايز dramatize کول غواړي چې اغيز یې ور پراخه کړي ولې ځينې خبرونه لکه د لبنان چاودنه يا د ننګرهار په زندان د داعش بريد په خپله د ځانه سره خپله ډرامه لري او ډرامايي کولو ته یې اړتيا نه وي.

د لبنان د چاودنې لوى اغېز د چاودنې په درز او له دې درزه په خپور شوي ځوږ کې نه وو بلکې په هغه سبانۍ لوږه، کاختۍ، نشت او ناروغيو کې دى چې له خوړو نيولې تر درملو پورې به د لبنان د ولسي اړتياو په هر ډګر ور ېيښ شي ځکه چې د لبنان په سلو کې اتيا غله زېرمې، درمل زېرمې او نورې د اړتيا وړ زېرمې له دې چاودنې نه په يو څو شېبو کې لولپه شوې! او داځکه چې چاودنه د بېروت په هغه بندر کې وشوه چې د لبنان د واکمن اداري، سياسي او دولتي ويش د لاسه د فساد په يوه ښېرازه پټي بدل شوى دى.

ولې؟ نو اوس لږ د لبنان د فساد کرغېړنې څېرې ته ځير شئ او د يوه افغان په توګه به درته ګرانه نه وي چې وګورئ په فساد ککړ سياسي ويش لبنان څومره افغانستان ته او په فساد ککړ روان سياسي ويش افغانستان څومره لبنان ته ورته او يو ډول کړي دي.

٣- فساد په لبنان کې د افغانستان په شان ټوله سياسي او اداري تنه بوده په يوه مرګوني ناسور اخته کړې ده
که غواړئ چې کوم ولس ووژنئ نو د فساد په ګوړو کې لړلي زهر ورله ورکړئ لکه مونږه چې ېې له تيرو شلو کالو نه خورو او يا لکه د لبنان خوله چې له دې ګوړې نه تشيږي.

بله لوبه ورسره دا وکړئ چې پوهنه ېې ور ونړوئ لکه زمونږه په جنګ ځپلو سيمو کې ېې چې پوهنه راونړوله، نه ېې ښوونځى راپرېښود، نه سمه مدرسه، او نه ېې ښوونځى او مدرسه يو بل ته ور پرېښودل چې نصابونه او کتابونه یې يو ډول يا لږ تر لږه په ټولنيز ذوق برابر شي.

نو همدا لوبه که د تعليم او زده کړې تر کچې نه وي خو لږ تر لږه د فساد تر کچې پورې د افغانستان په شان په لبنان کې هم روانه ده او د لبنان د لویې چاودنې تر شا بل څه نه وو يواځې او يواځې د سياسي او اداري فساد ولس خورې بلا پرته وه، وشوه يعنې په لبنان کې که دا لويه خونړۍ لوبه هر چا کړې وي که روسي سوداګر یې تر شا وي او که عرب شننونکي یې په اسراييلو وراړوي او يا دې په دې لړ کې د لبنان د پارلمان د هغه پخواني نوماند خبره سمه وګڼو چې وايي د دې چاودنې ځواب به حزب الله او ايران ورکوي ځکه چې د بيروت پورټ تر دولته ډېر د حزب الله او د دې پوځي سياسي ګوند د لارې د ايران تر پوځي او سياسي اغېزه لاندې دى خو که ښه ورځير شو خو که ښه ورځير شو نو چاودنه په هيڅ چا مه تپئ ځکه چې چاودنه بل چا نه ده کړې دا د لبنان په سياسي اډانې کې د فساد زغلېدلو ځيلو کړې ده!

او څنګه ېې کړى؟ نو داسې ېې کړى ده چې د امونيم نايټرېټ ٢٧٥٠ ټنه همدې په فساد لړلي اداري سيسټم له تيرو شپږو کالو نه د بيروت په پورټ کې زيرمه کړي وو او هيڅ چا ورته په فساد د دې اخته رنځورې او لټې بيوراکراسۍ له ويرې نه لاس نه شو ور وړی او بيا همدا فساد هرې تورنې غاړې ته دا زور هم وربښلى شي چې هېڅ تورنه غاړه دې د چاودنې تور ونه مني او په پوره سپين سترګۍ دې ترې انکاري شي. له بده دا ډول انکار هم هغه لوى ګواښ او خطر دى چې په دولتي فساد اخته هيوادونه ورسره مخامخ وي.

نو که د هرې بدې پېښې د خبر تر شا په پرتو ليکو کې د بدۍ اصلي جرړې لټول غواړئ لومړنۍ جرړه چې ګوتې وروړئ د اداري فساد او د دولتي نظام د چلوونکو او چارواکو د غلا جرړه ده.

ياد ساتئ چې د دولتونو د واک تر سيوري لاندې فساد د هرې بې امنۍ، جنګ، غربت او د هرې چاودنې تر شا د بدۍ هغه غزېدلى ځيله ده چې يواځې يو زړور عدلي نظام، پراخ ولسي پوهاوې او رښتيا پالې او ریښتين چارې رسنۍ ېې د لويدلو او خوريدلو مخه وهلى شي ګنې نو د فساد مافيا به همداسې غوړيږي، همداسې به جنګ وي او همدومره به وينې تويږي او دا ځکه چې هر دولتي فساد د پېسو د پاره کيږي او ډېرې پېسې هلته ګټل کيږي چرته چې په کوڅو کې ښې ډېرې وينې وبهيږي.

لیکنه: ډاکټر محمد اکبر اکبر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.