هند: مسافر وړو نکې الوتکه رانسکوره شوه

خبریال وېبپاڼهد هند په کیراله ریاست کې د کالي‌ کټ هوايي ډګر کې د ایراینډیا ملکي الوتکه رانسکوره شوه؛ په الوتکه کې ټول ټالد ښځو او ماشومانو په ګډون (۱۸۴) کسان او د الوتکې (۷)  کارکونکي سپاره وو چې پېښه رامنځ ته شوه .

هندي‌رسنۍ داسي انځورونه ښيي چې یوه بوینک ۷۳۷ الوتکه ټوټې ټوټې پرته ده او او امنیتي موټرې ترې را چارپېره دي .

پېښه  دقیقآ د هند پر وخت د ماښام پر (۷) او ۴۱ دقیقو وشوه .

په الوتکه کې مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو لا هم دقیق تلفات نه دي روښانه. د هند د هوايي چلند چارواکو ویلي چې په احتیاط سره دم ګړی د دوو کسانو مړینه او د نورو ټپي کېدل تاسدوي .

دا الوتکه د دبۍ نه د هند پر لور روانه وه چې منزل ته له رسېدو سره سم د پېښي ښکاره شوه .   

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More