The news is by your side.

دافغانستان پر سر روسیې ته دامریکا نوی خبرداری

خبریال وېبپاڼهدامریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خپل روسي سیال سرګي لاورو ته په تلیفون ورکړی دی .

دامریکا مشهوره ورځپاڼې نیویارک ټایم خبر ورکړی دی چې دا خبرداری د جمعې په ورځ ښاغليپمپیو په یوه تلیفوني اړیکه کې په داسي‌ وخت کې روسیې ته ورکړ چې په افغانستان کې لویه جرګه روانه ده .

د امریکا متحده ایالاتو داسي‌ راپورونه تر لاسه کړي‌ دي‌ چې پر امریکا يي ځواکونو د بریدونو لپاره روسیې طالبانو ته انعامونه ورکول.

ولسمشرټرمپ تېره میاشت په فلوریډا ریاست کې خبریالانو ته وویل په افغانستان کې روسي پروګرام په اړه معلومات هغه ته ځکه نه وو وړاندې کړی شوي چې مامورینو دا ريښتیا نه ګڼل. هغه وویل که چېرې هغه خبر کړی شوی وی نو څه ګام به اخیستی و.

د اېچ بي او چېنل سره مرکه کې ولسمشرټرمپ وویل د روس ولسمشرولادېمیر پوټن سره په ټېلې فون ورستۍ خبرو کې یې په افغانستان د کې د روسي پروګرام په موضوع نه دی چېړلې.

ولسمشرټرمپ وویل د ولسمشرپوټن سره یې دغه خبرې د نورو موضوعاتو په باره کې وې. هغه زیاته کړه چې ډیر خلک په افغانستان کې د روس د انعامومو پروګرام په اړه رپورټونه جعلي خبرونه ګڼي.

د وایټ هاوس چارواکو ویلي ولسمشرټرمپ ته د شکمن روسي پروګرام په اړه معلومات ځکه هم نه وو ورکړی شوي چې دا حتمي نه ګڼل کېدل. خو نیویارک ټایمز او نورو خبري ادارو په خپلو رپورټونو کې ویلي دا معلومات د فېبرورۍ په میاشت په هغه لیکل شوي خلاصه کې وو چې ولسمشرته د ورستي حالاتو په باره کې هره ورځ ورکول کیږي.

تېره میاشت یوه مشهور امریکایي جنرال له خبریالانو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې طالبان زموږ یاران دي، فرق نه کوي چې له روسیې انعامونه واخلي.

 د فرانک مک کینزي په نوم د امریکا یوه مشهور جنرال وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې په دې وروستیو کې روسیه، چین، ایران او پاکستان په دې هڅه کې دي چې له وسله والو طالبانو سره خپلې اړیکې جوړې کړي.

د وسله الو طالبانو مشرانو په تېرو څو اونیو کې له ایراني او روسي چارواکو سره لیدنې لرلې چې د سیاسي شنونکو په باور دوی هڅه کوي په سیمه کې د ترهګرۍ یو بل بازار ځانته خلاص کړي او د سړې جګړې په ترڅ کې د سیمې او ګاونډ هېوادونو لپاره لابي وکړي.

طالبانو ویلي وو چې که د دوی جنګي بندیان خوشي نه شي، مخامخ خبرې به پیل نه کړي. دوی هڅه کوي د جګړې لومړۍ کرښې یو ځل بیا په خپلو جنګیالیو باندې منظمې کړي او د مذاکراتو پر مهال د فشار په توګه د افغان وژنې لپاره لاسونه بډ وهي.

دغه امریکايي جنرالان ویلي ووچې د روسیې انعامونه او پیسې مهم نه دي، ځکه پوهېږو چې طالبان مونږ سره ملګرتیا ته ژمن دي او اوس راباندې ټک هم نه کوي.

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال فرانک مک کینزي له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار کړی وو چې دی پوهېږي مسکو به هېڅکله د امریکا ملګری نه شي.

د نوموړي په وینا روسیه تل په افغانستان او نورو سیمو کې د امریکا د غوښتنو او اقداماتو پر خلاف کړنې کوي او پر دې هم سترګې نه شي پټېدلی چې دغه هېواد په افغانستان کې هم طالبانو ته وسلې او مالي مرستې رسولې.

 هغه ویلي چې د روسیې له لوري طالبانو ته د انعام ورکړه د اندېښنې وړ نه ده، ځکه که طالبانو ته انعام ورکړل شي یا نه، دغه ډله نور پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي؛ خو اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو روسیې ته دا موضوع یوځل بیا راتازه کړې ده .‌

نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا راپور د خپلو سرچینو په حواله کښلی دی؛ خو پخپله د امریکا دبهرنیو چارو وزارت یا د همدغه وزارت وزیر مایک پمپیو تر دم ګړیه د نیویارک ټایمز راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

  روسیه په افغانستان کي وسله والي ډلي سره جنګوي | د خبریال خبري‌ …

روسيه په افغانستان کي د امريکا موجوديت خپل سرخوږی ګڼي | د خبریال …

روسیه:له طالبانو مو هېڅ راز ملاتړ نه دی کړی | | د خبریال خبري‌ ویب پاڼې …

روسیه په افغانستان کې طالبانو ته هره میاشت ۲،۵ میلیون ډالرورکوي – د …

امریکايي چارواکی:روسیه له اتلسو میاشتو راهیسې طالبانو ته وسلې ..

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.