The news is by your side.

د کترینه کیف کرکټ که کرټر ان یاد شوی ؟

خبریال وېبپاڼه د هند ښکلې او مشهوره فلمي ستورې کترینه کیف وايي چې د قرنطین پر مهال یې کرکټ ډېر زیات یادېږي .

نوموړې دا خبره په داسي‌ مهال کې کوي چې د نړۍ په لر اوبر کې کرونا وایرس خپل سیوری غوړولی او د ټولو لوبو سره هم مهاله یې کرکټ مینه وال او لوبغاړي ‌هم سره بیل کړي دي.‌

کترینه کیف په داسي ‌وخت کې د کرکټ سره خپله مینه ښودلې ده چې د کرکټ نړیوالې شورا د بزنیس یا تجارتي مسائلو اتحادیې په ناسته کې چې د جمعې په ورځ ترسره شوه،پکې د راتلوونکي نړیوال جام کوربتوب په اړه هم پریکړه وشوه.

د ای سي سي لخوا د تجارتي مسائلو د پراختیا پدې ناسته کې پدې موافقه وشوه،چې د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام سیالیو کوربتوب حق به هندوستان هیواد په غاړه ولري او د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام سیالیو کوربتوب،به اسټرالیا هیواد په غاړه ولري.

پدې ناسته کې د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ میاشت کې ترسره کیدوونکي،د ښځو نړیوال جام په اړه هم وروستۍ پریکړه اعلان شوه،چې له مخې یې ددغه جام سیالۍ ۲۰۲۲ کال ته وځنډول شوې.

د یادونې وړ ده چې د کرونا د پیل وړاندې د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام کوربتوب د اسټرالیا او د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام کوربتوب بیا د هندوستان هیواد په غاړه وو.خو د اسټرالیا په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام سیالیو د ځنډیدو وروسته د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام کوربتوب امتیاز حق د اسټرالیا هیواد په غاړه وو.خو د اسټرالیا کرکټ بورډ د مشر په وینا چې دوی په ۲۰۲۱ کال د نړیوال جام کوربتوب ته چمتوالۍ نه لري.

له همدې کبله د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام کوربتوب حق هندوستان هیواد ته ورکړل شو او په ۲۰۲۲ کال کې به،بیا اسټرالیا هیواد د یاد جام کوربتوب په غاړه ولري.

هند کرکټ بورډ ته ویل شوي،چې د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام کوربتوب په اړه نوي څه ته اړتیا نشته،او همغه پخوانی پالیسي یا تړون چې له دوی سره لا وړاندې یو ځل شوی.همغه شان به وي.

ټاکل شوي چې د ټاکل شوې ده چې د دوه زره یوشت ، دوزره دوه ویش او دوه زره درویشت  کال نړیوال جامونه به ټول په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

د هند اکثره فلمي ستوري د کرکټ شوقیان دي‌ او آن تر دې چې ځینو یې لکه شاروخان ځانته خپل ټیمونه هم اخیستي دي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.