د داعش د جګړې پخوانی میدان اوس د ځوانانو د ولیبال میدان دی

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار په هغې ولسوالۍ کې د ولیبال سیالۍ پيل شوي چې داعش ډلې په کې له خلکو سرونه پرې کول او ځوانان ښوونځیو او مدرسو ته د وسله والو له ویرې نه شول تللی.

په چپرهار ولسوالۍ کې د ولیبال د ۲۴ لوبډلو تر منځ د سولې جام په نوم سیالۍ پيل شوي او د مسؤولینو په وینا يي غوره لوبغاړي او لوبډلې به وستایل شي.

دغې سیالیو ته په زرګونه خلک تللي و او غوښتنه يې کوله چې چپرهار کې د ولیبال لپاره معیاري لوبغاړی جوړ کړي.

لوبغاړي د دغې سیالیو په پیل خوښ دي خو غوښتنه کوي چې د هېواد په سطحه روزنه ورکړل شي.

له اوږدي جګړې او نا امنۍ وروسته د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې زرګونه کسان د ولیبال سیالۍ ته راټول شوي او خوشالي کوي.

په دغې ولسوالۍ کې د ولیبال د ۲۴ لوبډلو تر منځ د سولې جام په نوم سیالۍ پیل شوي دي.

مسؤولین وايي دغه سیالۍ يي په چپرهار کې د سولې په نوم پيل کړي او د دولتزیو او شولاني لوبډلي پای لوبې ته وتلي دي.

غلام قادر فقیرزی د چپرهار ولسوالۍ د بدني روزني امر
لوبغاړي هم د دغې سیالیو په پيل خوښي ښايي خو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ننګرهار لپاره د ولیبال ښه روزونکي راولیږي، ورزشي وسایل ورکړي او معیاري میدان جوړ کړي.

دغه ماشومان چې د وسله والو له ویرې ښوونځیو او مدرسو ته نه شو تللی اوس په ډاډه زړه خوشحالي او لوبې کوي.

د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکي وايي دلته خلکو د وسله وال له ویرې په ودونو کې خوشحالي نه شوه کولای اوس په زرګونه ځوانان سپين ږیري او ماشومان په ډاډه زړه راټول شوي او د ولیبال سیالیو سیل کوي.

چپرهار جلال اباد ښار ته نږدي ولسوالۍ ته خو داعش او طالب وسله والو په کې پوره پنځلس کاله واکمني وکړه.

اوس دغه ولسوالۍ کې امنیت ښه دی خو خلک يي د پروژو غوښتنه کوي.

په ورته مهال سږ کال د لوی اختر په مناسبت د افغان حکومت او طالبانو د اوربند په موده کې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې طالبانو د شېرزادو ولسوالۍ له ځوانانو سره یو ځای د ولیبال ټورنمنټ پر لاره اچولی وو چې ګڼ مشران، سپین ږیري، ځوانان، ماشومان او وسله وال طالبان یې سیل ته ورغلي وو.

وسله والو طالبانو رسنیو سره خبرو کې ویلي وو، چې له جګړې ستړې دي او د سولې په راتګ سره به د ځوانانو سره په ګډه همداسې لوبې په لاره اچوي.

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum