هالیووډ د افغان روح الله نېکپا پر ژوند فلم جوړوي
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان لپاره د المپیک د لومړي مډال ګټونکي افغان ورزشکار روح الله نېکپا د ژوند کیسه د سډني میشته نامتو فلم جوړونکي له خوا په هالیوډ فلم کې نندارې ته وړاندې کیږي.
د هالیوډ فلم صنعت به د افغانستان لپاره د المپیک لومړي مډال ګټوونکي په یوه فلم کې د روح الله نیکپا د ژوند کیسه نندارې ته وړاندې کړي.
د سیډني میشته نامتو فلم جوړونکي ایډي آریا د نیکپا د فلم جوړولو لپاره خپله لېوالتیا ښوولې ده، چې دا به د نوموړي څلورم فلم وي.
ایډي د ټولو افغانانو لپاره روح الله نېکپا ته د یو الهام بخښونکي افغان په سترګه ګوري. د ایډي پر خیره، هغه به دا فلم په سیډني، متحده ایالاتو، هند او افغانستان کې نندارې ته وړاندې کړي.
د دې فلم جوړولو لپاره، ایډي چمتو دی چې لومړی د تکواندو لوبه زده کړي او د روح الله نېکپا له روزونکو سره وخت مصرف کړي تر څو تکواندو او د دې لوبې له بریالې کېدلو سره د نېکپا احساس تر لاسه کړي، چې نیکپا د خپل لومړني ژوند په جریان کې ورسره مخ شوی.
ایډي ډاډه ده چې د نیکپا د ژوند کیسه به په پراخه کچه افغان ځوانانو ته الهام ورکړي.
روح الله نيکپا په ٢٠١٢ کال د دوبي المپیک سیالیو کې د برونزو مډال تر لاسه کړ چې هغه لومړنی افغان ځوان وو چې د افغانستان او افغانانو لپاره یې د المپیکي سیالیو له لارې مډال او ویاړ وګاټه او اتل شو.
روح الله نېکپا په ٢٠١٢ز کال کې له لوبو له را ستنېدو سره سم له تود هرکلي او انعامونو سره مخ شو.
د افغانستان د تکواندو اتل لوبغاړي روح الله نېکپا ځکه د افغانانو او نړیوالو پام ځان ته ور اړولی وو، چې نوموړي نړیوالو اتلو لوبغاړو ته د لومړني افغان په توګه ماتې ورکړې وه.
روح الله نېکپا د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال له خپلې کورنۍ سره یو ځای ګاونډي هېواد ایران ته کډوال شوی وو، چې بیا یې په ایران کې د افغان کډوالو د تکواندو په لوبډله کې تکواندو زده کوله او په ٢٠٠٤ز کال کې بېرته کابل ته را ستون شو او په خپل هېواد کې یې د تکواندو لوبې لپاره تمرینات کول.
په ورته مهال تر دې وړاندې د هندوستان بالیووډ سینما هم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دوه وتلو توپ وهونکو راشد خان او محمد نبي عیسی خېل پر ورزشي ژوند د فلم جوړولو یاده کړې وه، خو تر دې دمه بیا څه نه دي ویل شوي او نه د فلم جوړولو لپاره لاس په کار شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.