The news is by your side.

مشورتي جرګه کې ١٧ غړي په کرونا ککړ شوي

خبریال وېب پاڼه/ د سولې مشورتي لویې جرګه کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې.

د دې جرګې ١٧ ګډونوال پر کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوي دي.

د سولې مشورتي لویه جرګه کې د هېواد له ګوډ ګوډ زرګونه کسان را ټول شوي او د ټولنیز واټن د نه نه مراعت له کبله پر کرونا ویروس د جرګې د غړو د ککړېدلو وېره شته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې ددې جرګې ١٧ غړي پر کرونا ککړ شوي دي، روغتیا وزارت وایي، د جرګې د ٣ زره ٦٢٠ تنو غړو له ډلې ١٧ تنه پر کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوي او اوس د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د جرګې د نورو غړو د ککړېدو احتمال او وېره یې هم شته.

د روغتیا وزارت سرپرست پرون د سولې مشورتي لویې جرګې د پرانیستي په وینا کې ډاډ ورکړی وو چې د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ پر وړاندې هر ډول روغتیایي تدابیرو او لارښوونو ته چماتووالی نیول شوی، خو له دې سره سره بیا هم د دې جرګې په ګډونوالو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې.

که جرګه نن پای ته ونه رسیږي نو سبا د جرګې نورو ګډونوالو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبتېدو وېره شته.

بل پلو په کندهار ولایت کې هم له لهاوږدې مودې وروسته د کووېډ١٩ کووېډ١٩ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوي.

تازه د روغتیا وزارت اعلامیه خپره کړې چې هرات ولایت کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ویروس نه څلور تنه مړه شوي، چې په دې سره په هرات ولایت کې د کووېډ١٩ ناروغۍ د ناروغانو د مړینې شمېر ١٨٥ ته رسیږي او ٢٨ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې توګه په هرات ولایت کې د کووېډ١٩ ناروغانو شمېر ٥ زره ٧ سوه ٦٩ تنو ته ته ورسېد.

د درنو جرمونو ٤٠٠ طالب بندیانو په تړاو حکومت داسې مهال د سولې مشورتي لویه جرګه را وبلله چې په هېواد کې د کرونا ویروس وېره لا هم نه ده ختمه شوې او د جرګې غړو ته د دې ناروغۍ د انتقال اتحمال هم موجود وو

پر کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ د مشورتي لویې جرګې د غړو اخته کېدل به د دې ناروغۍ د خپرېدنې وېره لا پسې زیاته کړې، ځه له جرګې وروسته به ټول غړي خپلو کورونو ته ستنیږي او ممکن یو شمېر کورنۍ هم پرې اخته شي چې په دې توګه به له دې ناروغۍ سره مبارزه لا ستونزمنه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance