The news is by your side.

لویه جرګه! سیاسي حریف ته د حامد کرزي ګوزار

خبریال وېبپاڼه ـ د لويي ‌جرګې تالار ته تر رسېدو وړاندي‌ پخواني ‌ولسمشر حامد کرزي ته له هغه سره په موټر کې ناست یوه پخواني ‌وزیر(……) خبر ورکړ چې د لويي ‌جرګې د تالار په زېر خانه کې د چایو بندوبست شوی دی او لمړی به ښاغلی کرزی له اشرف غني ‌سره هلته چای وڅښي او دواړه به هم مهاله د جرګې تالارته ننوزي‌.

کله چې د حامد کرزي‌ د موټرو کاروان د لويي جرګې خېمې ته ورسېدو نو د ملي‌ امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزي یې هرکلي‌ ته را ودانګل او هڅه یې وکړه چې ښاغلی کرزی د اشرف غني سره چای څیښلو ته بوزي.

دا د حکومت له لوري ‌شوی انتظام وو؛ خو حامد کرزی چې په چټکو پرېکړو مشهور دی هم مهاله یې پرېکړه وکړه چې دی به د جرګې تالار ته مخامخ ننوزي‌ او د چایو تر څیښلو به تېرېږي.

که څه هم د ستانکزي ‌له لوري ‌ډېره هڅه وشوه چې دا کار وکړي، خو کرزی د لويي ‌جرګې په تالار وردننه شو او د جرګې د برخه والو له انتهايي تاوده هرکلي ‌سره مخامخ شو.

دا تود هرکلی د حامد کرزي‌ لپاره نوې خبره نه وه؛ خو هغه په دې کار کې دوه تدبیره لرل.

لمړی دا چې حامد کرزي‌ خپل محبوبیت ټیسټ کاوه او غوښتل یې په دې پوی شي چې اوس هم په ولس کې هغه پخوانی محبوبیت لري او که نه.

دوهم دا چې نه یې غوښتل چې د بدرګې او د احترام په دود ورته پړکېدونکي‌لاسونه د هغو لاسونو سره ګډ شي‌ همېشه غني ته پړه کېږي.

حامد کرزي اشرف غني ‌او د هغه ټیم ته دا ورښودل غوښتل چې (فیل که مړشي په نس کې یوځنګون اوبه ولاړي‌ وي.)

د جرګې برخه والو دا خبره کوله چې حامد کرزي په خپل همېشني انداز د جرګې پر ځینو برخه والو غږ وکړ او ځینو ته یې ښه راغلاست وویل.

بل اړخ ته د ولسمشر د ټیم لپاره د انتظام په صحنه کې دا یو ډېر لوی  بدلون وو.  د ارګ یوې سرچینې راته وویل چې اصلآ د اشرف غني ټیم غوښتل چې له کرزي ‌سره غني هم د جرګې تالار ته یوځای ننوزي‌ او د دواړو مشرانو محبوبیت هم داسي‌ ګونګ پاتې شي، یا په بله معنا اشرف غني غوښتل چې د حامد کرزي د محبوبیت کریډیټ واخلي‌او خلکو ته دا وروښيي چې ګواکې لاسونه غني‌ته پړکېږي؛ خو اوس اوبه له ورخه اوښتې وې؛ جرګې ته د کرزي له راتګ نه چې د محمد اشرف غني ټیم کومه ګټه اخیسته هغه موقع د دوی له لاسه وتلې وه.

دې کې شک نشته چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی له محمد اشرف غني نه په ځلونوزیات ښه مقرر او په ولسي ژبه خبرې کوي نو د ښاغلي کرزي د وینا پر مهال هم د جرګې برخه والو په پرله پسې ډول لاسونه پړکول او حامد کرزي په ساده، ولسي او د جرګو په ژبه خبري کولې.

حامد کرزي د خپلې ساده ولسي‌ وینا پر مهال په بریدګر انداز خبري وکړې او په خبرو کې یې یوه تېروتنه هم نه وه؛ آن تر دې چې دیوې دري سندرې شعر یې هم « زمزمه » کړ خو تېروتنه یې ونه کړه.

حامد کرزی چې په وینا وو کې شعرونه د نیست برابر دي دا ځل د لويي جرګې زرګونه کسانو ته په دري ‌ژبه د شعر زمزمه یوه سیاسي خو ډېره خوږه او تر غاښ لاندي څپېړه وه چې اشرف غني ته یې ورکړه؛ او داسي یې ور وفهمه وله چې ‌« ولسمشران پر خپلو خبرو او ژبه کنټرول لري »

د (۴۰۰) طالب زندانیانو د خلاصون په موخه رابلل شوې دا لویه جرګه کې حامد کرزي‌ یوه ترخه خبره ونه کړه او ټولي‌ خبرې یې پر ملي ‌روغه جوړه راڅرخېدې خو خپل سیال اشرف غني ته یې داسي سیاسي ماتې ورکړه چې ښايي حامد کرزي ددغې ورځې لپاره کلونه انتظار کړي وي او د (۴۰۰) زندانیانو په پار را بلل شوې لویه جرګه یې د سولي‌ په جرګه بدله کړه.

د لويي‌ جرګې تالار ته د غني‌ د راتګ هر کلی هم ډېر بېخونده او پیکه وو، او وینا وو کې خو غني ‌په دې مشهور دی چې په هرو څو دقیقو وینا کې یوه داسي ‌تاریخي ‌تېروتنه کوي‌ چې تر ده وړان دي‌ دافغانستان د ولسمشرۍ پر څوکۍ ناست کوم بل کس نه وي‌ کړې.‌

کله « خر په ونه خیژوي او کله بیا حضرت علي ‌ته د خدای (ج) د زوی نوم کاروي، کله خپله مېرمن بي بي ‌ګله دومره درنه کړي چې خپلې خبرې (بې خریطې ډزي‌) بولي او کله بیا له ښځو (د تولد دستګاه) جوړه کړي.

اشرف غني‌ د ټولیزو رسنیو ځیني کارونکي د ارګ (فرمان کسکر) شاعر بولي‌ چې له خوشحال خان بابا نیولې بیا تر درویش دراني‌ اوغفور لیواله پوري ‌د هغوی په شعرونو دا سي‌ ملنډې ووهي چې د شاعري‌ نه د شاعر او اورېدونکي زړه ورتور کړي؛ او د وینا پر مهال چیغې وهلو ناروغي خو د ولسمشري سره په اشرف غني ‌کې ډېره زیاته شوې ده.»

نو د وینا له مخې د غني ‌او حامد کرزي پرتله کول بیخي د ځمکې او اسمان پرتله کول دی، ځکه د غني‌ وینا هم ډېره پیکه او بې هرکلي پاتې شوه.

په ټوله کې دافغانستان له ارګ نه له حامد کرزي ها خو کوم بل ولسمشر په سمه نه دی وتلی؛ خو حامد کرزي ‌دا ثابته کړه چې ارګ باید په جمهوري ‌طریقه پرېښودل شي.

له ارګه تر وتلو وروسته حامد کرزي ‌هم د ژوند ډېري لوړې ژورې ولیدې؛ ځیني د لاس نیالګي چې ده په نظام کې کښېنولي‌ وو اشرف غني ‌و ایستل او ځینو د دغه سپین ږیري (ملي‌ مشر) لورته شاکړه او د خپلو ګټو لپاره یې بیا د سیاست قبله بدله کړه؛ خو اوس داسي‌ ښکاري چې ولس ولسمشر غواړي.

‌داسي‌ ولسمشر چې افغانان ورباندي‌ را ټولېدلای شي او د نړۍ د ځواکمنو په سترګو کې سترګې ور اچولای شي‌.‌

ولس داسي ‌ولسمشر غواړي چې په ریښتونې دیموکراسي‌ عقیده ولري او د غونډې پر مهال که څوک سپکې ورته ووايي ‌دی ورته وخاندي او موضوع کنټرول کړي.

د ولس دا مشر که د ولسمشرۍ په څوکۍ ناست وي ‌او کنه خلک یې عزت کوي چې تېره ورځ په لویه جرګه کې دا ثابته شوه چې د حامد کرزي ‌عزت تر څوکۍ پوري ‌تړلی نه وو او که تر څوکۍ تړلی عزت وای بیا به پرون ترکزي‌ د غني زیات عزت شوی وای.

که د ولسمشرۍ پر څوکۍ ناست اشرف غني‌ دا هیواد له بهران نه را ایستل غواړي؛ باید د حامد کرزي ‌له تجربو کار واخلي‌او داسي راه ولټوي چې په عزت د واک واګې حامد کرزي ته وسپاري.

ځکه واک نور له غني سره نه پاتېږي؛ دا چې امریکا؛ ایران او پاکستان دافغانستان واګې طالب ته سپاري‌ ښکاره خبره ده چې تر طالب حامد کرزی زرګونه ځله په ولسواکي عقیده لري‌ او له طالبانو سره لار وړلای شي.

لیکوالنیک محمدځدراڼ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance