The news is by your side.

هند غوره لیګ له چین سره یو لوی قرار داد منسوخ کړ

خبریال وېب پاڼه/ د چین موبایل جوړونکی شرکت Vivo د هندغوره لیګ (آی پي ایل ) اصلي تمویلوونکی شرکت و، چې د آی پي ایل له لوري ورسره تېره اونۍ له هغې وروسته قراداد وځنډول شو، چې په سرحد کې د هند او چینایي پوځیانو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

آی پي ایل د یادې چینایي کمپنۍ سره د ۳۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په ۲۰۱۷ کال کې د پنځه کلونو لپاره قرارداد لاسلیک کړی و.

د هند د کرېکټ کنټرول ادارې مشر ساراو ګنګولي ویلي، چې د دغې کمپنۍ سره د قراداد ځنډول یوه وړه موقتي ستونزه ده او د بورډ په مالي چارو به هیڅ اغېز ونه کړي.

ګنګولي وویل ، ” د هند د کرېکټ د کنټرول اداره یو قوي بنسټ دی؛ لوبغاړو، لوبې او اداره کوونکو په تېر وخت کې دا اداره تر دې حده قوي کړې چې د دا شان وړو موضوعاتو چاره کولی شي”.

د هندي کرېکټ دا پخوانی لوبغاړی او اوسنی چارواکی زیاتوي، چې په نورو لارو چارو کار کوي.

د Vivo شرکت بیا وایي، چې قرارداد د طرفینو په موافقې ځنډیدلی دی.

د هند غوره لیګ ټاکل شوې چې بله میاشت په عربي اماراتو کې پیل شي، دا لیګ د نړۍ د تجارتي لیګونو په سر کې ځای لري او لوبغاړو ته پکې پرېمانه پیسې ورکول کېږي.

په دې سیالیو کې د څو افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ مشهور لوبغاړي هم لوبېږي.

د جون د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د دواړو هېوادونو سرحد کې یې د پوځیانو ترمنځ خونړۍ نښته وشوه، چې پکې شل هندي عسکر هم ووژل شول.

د هغې وروسته دننه په هند کې د چینایي کمپنیو سره د راکړې ورکړې بندول او د جینایي محصولاتو نه کارولو په ضد کمپاینونه وشول.

د هند حکومت وار د مخه د ټلیفونونو مشهور چینایي اپلیکیشن ټیک ټاک په شمول ګڼ نور چینایي اپلیکیشنونه بند کړل او د دې هېواد سره یې د سوداګرۍ کابو کولو هوډ هم کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.