The news is by your side.

راتلونکې اوونۍ قطر کې بین الافغاني مذاکرات پیلیږي

خبریال وېب پاڼه/ ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو بین الافغاني مذاکرات راتلونکې اوونۍ د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل شي.

د افغانستان ملي ټلوېزیون اعلامیه خپره کړې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به د سولې بین الافغاني مذاکرات راتلونګې اوونۍ د اګسټ پر ١٦ مهنېټه د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل شي.

بین الافغاني مذاکرات د لویې جرګې له پرېکړې وروسته چې ٤٠٠ طالب زندانیان به خوشې کیږي، پیلیږي.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې د درې ورځو په دوام پرون ورځ پای ته ورسېده، د ټولو کمېټو د ګډې پرېکړې سره د درنو جرمونو ٤٠٠ طالب بندیانو د ازادولو تأییدي وشوه.

طالبانو همدا رنګه د افغان حکومت او افغان ولس له دې پرېکړې چې ٤٠٠ بندیان یې ور خوشې کوي هرکلی وکړ او ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل ژمنه یې وکړه.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات چې میاشتې میاشتې وځنډېد او د طالبانو له لوري د یوې او بلې پلمې له کبله نور هم شا ته پاتې شول اوس د حکومت د پرېکړې سره سم چې درانه مجرمین یې هم ور خوشې کوي طالبانو د حکومت سره بین الافغاني خبرو ته د کېناستو چمتووالی وښود.

په ورته ماال د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او دا راز د افغان حکومت له دې اقدام هر کلی وکړ، خلیلزاد وایي افغانان د سولې لپاره یو ګام نور هم ور وړاندې شول، دا به تر ټولو غوره فرثت وي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت پلاوی هم ډېر دوحې ته ولاړ شي او د اوربند، سولې او جګړې پای ته رسېدلو پر سر به بحثونه وشي.

د بین الافغاني مذاکراتو ترسره کېدو لپاره وخت نا وخت نېټې ټاکل کېدې او امکان یې وو چې ډېر پخوا ترسره شوی وی، خو طالبانو له بین الافغاني خبرو کاه پر یوه او کله پر بله پلمه ځان خلاصولو، خو اوس د طالبانو د ټولو شرطونو په پوره کېدو سره به هېڅ پلمه او خنډ پاتې نه شي.

افغان ولس هم د سولې لپاره د افغان حکومت دریځ ستایي او د سولې لپاره د خپل حکومت نه ملاتړ کوي.

د افغان سولې لپاره به د افغان حکومت، طالبانو او امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا سفر را لنډ او د بین الافغاني مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته به پای ته ورسیږي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.