The news is by your side.

وېلسن: عام افغانان دې د ټولنیزو رسنیو له لارې سولې ته کار وکړي

خبریال وېب پاڼه/ کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن پر افغانانو غږ کوي چې د افغان سولې لپاره د خواله رسنیو له لاې کمپاین او کار وکړي.

وېلسن د افغان سولې په تړاو د افغان حکومت له وروستیو ااماتو او هڅو هر کلی کړی دی. او د افغانانو په مشرۍ یې د بین الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

راس وېلسن په یو ویډیویي پیغام کې د امریکا حکومت له هغې خبرې یادونه هم کړې چې په افغان سوله کې باید ښکېل اړخونه د لسیزو لاسته راوړنو خوندیتوب په پام کې ونیسي او د افغانستان د ټولو اتباعو حقونو ته درناوی وشي.

کابل کې د امریکا سفارت شارژ دافیر په ټینګار سره ویلي، چې د طالبانو سره د افغان حکومت سوله باید د افغانستان روانه جګړه په بشپړه توګه سړه کړي، نوموړي له افغان حکومت ملاتړ اعلان کړی او ډاډ یې ورکړی چې امریکا به له افغانستان سره هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.

په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چلرو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د ٤٠٠ طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د افغانانو د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې هرکلی کړی .

خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا د افغانانو لپاره ښه فرصت دی او افغانان د سولې لپاره یو ګام نور هم وړاندې شول، په دې توګه یې د افغان حکومت وروستي اقدامات او د سولې په تړاو د حکومت له دریځ ستاینه کړې.

طالبانو هم د خپلو ٤٠٠ بندیانو د خوشې کولو له پرېکړې تود هر کلی کړی او په دې توګه یې خپل مذاکراتي پلاوی بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو ښودلی دی.

بل لور ویل کیږي چې راتلونکې اوونۍ به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې پیل شي.

د افغانستان ملي ټلوېزیون خبر ورکړی چې بین الافغاني مذاکرات به راتلونکې اوونۍ د اګسټ پر ١٦ مه نېټه د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل شي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات چې میاشتې میاشتې وځنډېد او د طالبانو له لوري د یوې او بلې پلمې له کبله نور هم شا ته پاتې شول اوس د حکومت د پرېکړې سره سم چې درانه مجرمین یې هم ور خوشې کوي طالبانو د حکومت سره بین الافغاني خبرو ته د کېناستو چمتووالی وښود.

د افغان سولې لپاره به د افغان حکومت، طالبانو او امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا سفر را لنډ او د بین الافغاني مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته به پای ته ورسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.