د طالب زندانیانو پر سر د اسټرالیا او امریکا لانجه !

خبریال وېبپاڼه – د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي ترڅو دې هغه افغان له زندان څخه نه خوشې کوي چې د افغان ملي اردو په کاليو کې يې درې اسټراليايي سرتيري وژلي.

حکمت الله چې افغان ملي اردو سرتيری وه په کال ۲۰۱۲ کې يې درې اسټراليايي سرتيري ووژل، حکمت الله د نوو طالب زندانيانو په ليسټ کې دی او په پام کې ده چې د سولې جرګې پريکړې وروسته له زندان څخه آزاد شي.

د بنديانو تبادلې هوکړه چې لومړيو کې د امريکا او طالبانو لخوا شوې او افغان سولې خبرو پيل لپاره يو مهم اصل بلل شوی. افغان حکومت د سولې خبرو پيليدو لپاره يې له ۴۰۰۰ ډير طالب زندانيان خوشې کړل او د ځينو لويو جرمونو ترسره کوونکو طالبانو خوشې کولو لپاره يې لويه جرګه راوبلله کوم چې پای کې يې د پاتې ۴۰۰ طالب زندانيانو خوشې کولو پريکړه وکړه.

د افغان حکومت لخوا د لويو جرمونو ترسره کوونکو طالبانو خوشې کولو پريکړې په غبرګون کې د اسټراليا لومړي وزير ډونالډ ټرمپ ته ليک استولې او د حکمت الله بند کې ساتلو غوښتنه يې کړې.

د استرالیا میډیا وايي چې وژل شوي درې اسټراليايان د کوينزليند ايالت اوسيدونکي ول او د حکمت الله لخوا په ارزګان کې په ډزو ووژل شول.

حکمت الله پر خپل جرم اعتراف وروسته پل چرخي زندان کې بندي دی او پر عدام محکوم شوې.

 ښاغلي موريسن نن خبريالانو ته وويل، “مونږ پدې باور نه يو چې د حکمت الله خوشې کيدل به سيمه کې پر سولې کوم اغيز ولري، دا به زمونږ دريځ وي او دا دريځ به په کلکه ساتو.”

“زه له تاسو سره دا ژمنه نه کووم چې مونږ څه غواړو هغه به ترلاسه کوو ولې مونږ پر خپل دريځ کلک ولاړ يو او په کله به خپل دريځ ساتو.”

ښاغلي موريسن دا هم وويل، چې له ډيرې مودې راهيسې د حکمت الله بندي ساتلو غوښتونکی وه او دا مسله تيره مياشت د اسټراليا دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو لخوا له امريکايي سيالانو سره مطرح شوې وه او هم د لومړي وزير لخوا ډونالډ ټرمپ ته يو ليک هم استولی شوی وه.

په پام کې ده، ترڅو افغان حکومت ۴۰۰ طالب زندانيان په کوم کې چې حکمت الله هم شامله دی راتلونکو څو ورځو کې خوشې کړي.

کابل کې لويې جرګې د سولې خبرو پر وړاندې د وروستي خنډ لرې کولو يعنې د ۴۰۰ طالب بنديانو خوشې کولو پريکړه وکړه.

له ایس بي ایس نه په مننه

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum