The news is by your side.

طالبانو د « اورکم» پرېکړه وکړه

خبریال وېبپاڼه – په قطر کې مېشتو طالب مشرانو پرېکړه کړې چې د (۴۰۰) طالب زندانیانو د خلاصون سره هم مهاله به په افغانستان کې له حکومت سره اورکم کوي؛ خو دا پرېکړه به عالني ‌نه بلکه پټه وي.‌

په قطر کې طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دا ژمنه د ملا عبدالغني برادر او زلمي خلیلزاد ترمنځ شوې او ښاغلي‌ خلیلزاد له یادې موضوع نه ښايي ولسمشر غني هم خبر کړی وي .

که څه هم د سولي ‌لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د استازي ‌زلمي خلیلزاد غوښتنه د بشپړ اوربندوه؛ خو د بشپړ اوربند سره د طالبانو د مذاکراتي‌ ټیم مشر ملا عباس ستانکزي مخالفت ښودلی دی.‌

قطر مېشتو طالب مشرانو په پاکستان کې د مېشتو طالب قوماندانانو سره هم دا موضوع شریکه کړې او ټوله لوري‌ په دې سلا شوي ‌چې د بین الفغاني ‌مذاکراتو پر مهال به تاوتریخوالی کموي او د اوربند پروسه به غځوي.‌

تېره ورځ ولسمشر غني د لويي جرګې د پرېکړي سره هم مهاله د (۴۰۰) طالب زندانیانو د خوشي ‌کولو پر فرمان په ارګ کې د جوړو شویو مراسمو پر مهال لاسلیک وکړ او دا یې د سولي ‌لپاره یوه پیلامه وبلله.

که څه هم طالبانو لا په رسمي توګه د اورکم د کولو پرېکړه نه ده اعلان کړې خو ددغه ډلې له لیکو خبریال ته رارسېدلي‌ رپوټونه ښيي چې د اورکم پر مسئله ملاعبدالغني برادر او د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب چې د نظامي کمېسیون مشر دی تلیفوني‌ خبرې کړي دي.‌

د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې ملا برادر له ملا محمد حسن اخوند او ملا فاضل سره هم پر یاده موضوع خبري‌کړي او انس حقاني یې هم پوهولی چې د(۴۰۰) طالب زندانیانو د خلاصون او مذاکراتو پر مهال پر افغان امنیتي ‌ساتونکو بریدونه کم کړي.

تر دې وړاندي‌ طالبانو د تېر لوی اختر پر مهال په افغانستان کې درې ورځې اوربند اعلان کړ چې د افغان ولس له پراخ مثبت غبرګون سره مخامخ شو او اټکل دادی چې دا ځل به هم ولس دا پرېکړه وستايي.

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځي‌ خبرې به ډېري ‌پېچلې وي خو دا د سولي ‌په وړاندي ‌یوه مهمه دروازه بلل کېږي.

مریکا د افغان سولې لپاره د خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له قوله کابل کې د لویې جرګې او افغان ولسمشر له خوا د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی.

خلیلزاد ویلي، له ۴۰ کلنې جګړې وروسته اوس د سولې لپاره یو تاریخي فرصت ممکن شوی چې ټول افغانان ګټه ترې واخلي او د سیمې ټیکاو او د نړۍ امنیت کې ونډه واخلي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي، د سولې مشورتي جرګې او افغان ولسمشر د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه یو زړور ګام واخیست.

د سولي بین الفغاني مذاکرات به له قطر نه پیلیږي او ورسته به د نړۍ په ځینو نورو هیوادونو او آن تر دې چې په افغانستان کې هم ددغو مذاکراتو غونډې کېږي چې دواړه لوري به له یو بل سره د راکړې ورکړې په دود د سولي ‌لورته نېژدې کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.