لبنان بې حکومته شو، چارواکو یې استعفی وکړه
خبریال وېب پاڼه/ دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د دغې هېواد پلازمینه بیروت ښار یوې درنې چاودنې ولړزوه.
د دې هېواد صدراعظم حسن دیاب دا پرېکړه د دولتي تلویزیون له لارې د اګست په لسمه چې د دوشنبې ورځ سره سمون خوري وکړه.
په خپلو خبرو کې یې وویل، د تېرو اووه کلونو راهیسې په ساحلي ګودام کې د چاودېدونکو توکو ساتل د چارواکو فساد په ډاګه کوي، چې حساب به ورسره وشي.
ښاغلي دیاب زیاته کړه، د خلکو ژغورل او خلکو ته برخه ورکول یې لومړیتوب دی، ځکه خو یې استعفی ورکړه.
دا چاودنه په بیروت کې یوې ساحلي سیمې ته نږدې یو ګودام کې د ځای پر ځای شو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې، چې ۱۶۳ کسان پکې وژل شوي، د ۶ زرو زیات پکې مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ پکې بې کوره شوي دي.
د بیروت والي بیا وایي، په چاودنه کې د مړو شمېر د ۲۰۰۰ څخه زیات دی، چې زیات شمېر یې بهرني کاریګر دي، چې جسدونه یې لا هم لادرکه دي.
د دې چاودنې مالي زیان د لسو څخه تر پنځلس میلیاردو ډالرو پورې اټکل شوی دی.
په یاد ګودام کې ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایټریټ چاودېدونکي مواد د ۲۰۱۳ کال راهیسې په ناخوندي توګه ساتل کېدل چې د اورلګېدنې له امله یې چاودنه کړې ده.
په لبنان کې د تېرو درېیو ورځو سختو لاریونونو صدراعظم حسن دیاب اړ کړ چې د کابینې سره استعفی ورکړي.
د د هېواد لپاره به نوی صدراعظم او نوې کابینه ټاکل کېږي.
د لبنان په حکومتي ادارو کې هم لکه د افغانستان مالي فساد زیات وو چې خلک د خپل حکومت نه تر پوزې راغلي وو او اوس مهال د لبنان په پلازمېنه بیرون کې چاودنه د لبنان د وګړو لپاره ښه فرصت شو، چې د خپل بې غوره حکومت پر ضد را پاڅي او استعفی کولو ته یې اړ کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.