The news is by your side.

د افغان سېکهانو بل کاروان سبا هند ته روانیږي

خبریال وېب پاڼه/ هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د افغان سېکهانو بل کاروان به سبا چهارشنبه هند ته ورسیږي.

د افغان سېکهانو ١٨٠ کسیز کاروان چې کابل کې پر سېکهانو د وروستي برید د قربانیانو د کورنۍ ٢٥ غړي هم شامل دي سبا هند ته روانیږي.

د هند حکومت میاشتې مخکې خبر ورکړی وو، چې افغان سېکهانو او هندوانو ته د پناه په موخه د هند ویزې ورکوي چې هند ته د افغان سېکهانو د ورتګ لړۍ هم پیل شوې.

د سېکهانو د ټولنې اجراییوي مشر جګدېپ سنګ وایي، د سېکهانو او هندوانو لږکي په افغانستان کې له، تبعیض، تعصب، ترور او تاوتریخوالي سره مخ دي او هند ته د تللو لپاره دوی هم پرېکړه نیولې او د سفر لپاره یې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د هند حکومت دا پرېکړې دې لپاره کړې، چې دغه مذهبي لږکۍ په افغانستان کې د پاکستان د ملاتړو ترهګرو له لوري ځورول کیږي، بریدونه پرې کیږي او وژل کیږي.

اوس د هند حکومت غواړي چې ٧ سوه افغان سېکهانو او هندوانو ته د هند ایمې ویزې ورکړي او هند ته یې وغواړي.

افغانستان کې د نورو افغانانو سره سره د افغان سېکهانو، هندوان او مذهبي لږکیو ژوند په خطر کې دی، چې څو ځل پر دې مذهبي لږکیو هم بریدونه شوي او وژل شوي دي.

هند له دې وړاندې هم افغان سېکهانو او هندوانو ته هند ته د ورتګ او هلته د تابعیت د ورکولو خبره کړې وه، چې یو شمېر هندوان او سېکهان اوس هند او نورو هېوادونو کې ژوند کوي او له دوی پاتې سېکهانو او هندوانو ته د هند حکومت هند ته د ورتګ بلنه ورکړې.

افغان سېکهان او هندوان، چې ډېر په ننګرهار، پکتیا، خوست او نورو ولایتونو کې یې له کلونو کلونو راهیسې ژوند کولو، د نورو هېوادوالو له لوري ځورول کېدل، ځمکې یې غصب شوې او ملکیت ترې واخیستل شو، په وروستیو کې د هېواد د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره هم چې دا مذهبي لږکۍ ټارګېټ او ووژل شول، د دوی له منځه زرګونه سېکهان او هندوان له افغانستان ووتل او په بېلابېلو اسیایي او اروپایي هېوادونو کې یې پناه واخیسته

یو شمېر داسې هندوان او سېکهان هم شته چې  وایي، که هر څه کیږي خو افغانستان نه پرېږدي، دوی تر بل هر وخت او هر چا افغانستان ته ژمن دي، افغانستان پردی نه ګڼي او وایي، چې خپل هېواد افغانستان به په هېڅ صورت نه پریږدي.

هغه افغان سېکهان او هندوان چې په نورو هېوادونو کې اوسیږي، اوس هم هیله لري، چې افغانستان ته سوله راشي او بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي، دوی وایي که په بل هېواد کې په امن کې دي خو بیا هم افغانستان پسې ځوریږي او د هېواد د لېرې والي درد نه شي زغملی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.