The news is by your side.

راتلونکی کال د هندوستان غوره لیګ لپاره بولي نه ترسره کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د هندي رسنیو راپورونو په اساس راتلونکي کال د آی پي ایل سیالیو لپاره بولي( لوبغاړو رانیول) نه ترسره کېږي.

هره لوبډله به د ځان سره د ۱۳م پړاو لوبغاړي لوبوي او یواځې د هغه لوبغاړو په ځای به نوي لوبغاړي غوره کوي، کوم چې ټپیان شوي دي.

د هندوستان غوره لیګ ۱۴م پړاو د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشت کې تر سره کېږي، چې دا د لوبغاړو رانیولو او بیا یې لوبډلو کې د لوبو لپاره د چمتووالي برخه کې ډېر کم وخت دی.

د دې سیالیو ۱۳م پړاو هم تراوسه نه دی ترسره شوی، ټاکل شوې وه چې د روان کال په مارچ میاشت کې ترسره شي، خو د کرونا ویروس له امله وځنډېد، چې سږ کال به سپټمبر میاشت په ۱۹ نېټه پیل او د نوومبر تر لسمې به دوام وکړي.

بل ځل به دا لیګ په هندوستان هېواد کې ترسره کېدو، خو سږ کال د هند هېواد روغتیایي کړکېچ ته په کتو، چې د کرونا یا کووېډ١٩ ناروغۍ په کې ورځ تر بلې پر پراخېدو ده، د کرېکټ دا مخکښ لیګ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کېږي.

راپورونه وایي، د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په خاطر ځینې هېوادونه خپلو لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي، چې د هېواده د باندې لاړ شي.

هغه لوبغاړي چې سږکال په دغه سیالیو کې ګډون نه کوي، امکان شته چې په ځای یې نور لوبغاړي راونیول شي او تر ډېره په نويو رانیونو کې افغان لوبغاړي هم په ګوته کېږي.

د سږ کال ۱۳م پړاو آی پي ایل سیالیو کې تر اوسه درې افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن د مختلفو لوبډلو لپاره غوره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د کرونایي وضعیت له کبله د ټولې سپورتي لوبې او د کرېکټ ټولې نړیوالې او سیمه اییزې لوبې او ټورنمټونه لغوه شول.

د هندوستان غوره لیګ یا IPL چې هر کال د زېږدیز کال پر پیلېدو په لومړیو میاشتو کې ترسره کیږي او نږدې یو میاشت دولم کوي، د کرونا وبایي له کبله وځنډېد.

د کرونا ویروس د شدت په کمېدو سره تر دې وړاندې ویل شوي وو، چې د کرېکټ سیالۍ به له سیلانیانو پرته په خالي میدانونو کې ترسره کیږي، او د کرېکټ یو شمېر لوبې هم په خالي میدانونو کې ترسره شوې، خو له دې وروسته به هغه هېوادونه چې د کرېکټ سیالۍ په کې ترسره کیږي، په خپلو هېوادونو کې به د کووېډ١٩ ناروغۍ شدت ته په کتو ورته پرېکړه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.