The news is by your side.

غني او عبدالله د ناټو له سرمنشي سره د څه په تړاو غږېدلي؟

خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د ناټو له سر منشي ینس سټولټنبرګ سره خبرې کړي.

د ناټو مشر په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د غني او عبدالله سره یې د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو خباې کړي دي.

سټولټنبرګ غني او عبدالله ته ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې دې له دې فرصت ګټنه واخلي او د خپل هېواد د تلپاتې او باعزتې سولې د ټینګښت، ارامښت، لپاره دې هڅې وکړي.

سټولټنبرګ زیاته کړې، چې ناټو په افغانستان کې د سولې له بهیر کلک ملاتړ کوي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره به له افغانستان هېڅ ډول مرسته ونه سپموي.

ناټو اوس مهال په افغانستان کې د ١٦ زره په شاوخوا کې سرتیري چې د امریکایي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه بوخت دي.

د ناټو سرمنشي داسې مهال غني او عبدالله ته په ټینګار سره د تل پاتې سولې د ټینګښت او د بین الافغاني مذاکراتو د فرصت نه په ګټې اخیستلو تاکید کوي، چې اوس مهال افغان حکومت او طالبان ډېر ژر د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په درشل کې دي.

ټاکل شوې چهارشنبه د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شي او د یکشنبې پر ورځ به له طالبانو سره د افغان سولې پر سر د خبرو مېز ته سره کیني، طالبانو هم د افغان حکومت سره بین الافغاني مذاکراتو ته د کېناستلو چمتوالی ښودلی دی.

په ورته مهال په قطر کې مېشتو طالب مشرانو پرېکړه کړې چې د (۴۰۰) طالب زندانیانو د خلاصون سره هم مهاله به په افغانستان کې له حکومت سره اورکم کوي؛ خو دا پرېکړه به عالني ‌نه بلکه پټه وي.‌

په قطر کې طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې دا ژمنه د ملا عبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ شوې او ښاغلي‌ خلیلزاد له یادې موضوع نه ښايي ولسمشر غني هم خبر کړی وي .

که څه هم د سولي ‌لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د استازي ‌زلمي خلیلزاد غوښتنه د بشپړ اوربندوه؛ خو د بشپړ اوربند سره د طالبانو د مذاکراتي‌ ټیم مشر ملا عباس ستانکزي مخالفت ښودلی دی.‌

قطر مېشتو طالب مشرانو په پاکستان کې د مېشتو طالب قوماندانانو سره هم دا موضوع شریکه کړې او ټول لوري‌ په دې سلا شوي ‌چې د بین الفغاني ‌مذاکراتو پر مهال به تاوتریخوالی کموي او د اوربند پروسه به غځوي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.