The news is by your side.

په افغان خاوره د پاکستانیو ځواکونو بل ظلم

خبریال وېب پاڼه/ څو ورځې وړاندې پاکستانیو ځواکونو د کونړ ولایت په څو ولسوالیو او ان مرکز اسعداباد توغندیز بریدونه وکړل، چې زیاته مرګ ژوبله یې هم لرله.

سربېره د دې د کونړ اوسېدونکي وایي، د پاکستان ځواکونو د دغې ولایت د پنځه ولسوالیو خاوره لاندې کړې او اغزن سیم یې ورباندې تېر کړی، چې ګڼ افغان کورونه د اغزن سیم هغې غاړې ته پاتې دي.

د دغو سیمو اوسېدونکی وایي، لومړی یې ورله کورونه په توغنديو وویشتل دوی یې تېښتې ته اړ کړل، کله چې دوی سیمه پرېښوده، پاکستانیو ځواکونو یې د کلیو څخه اغزن سیم تاو کړو.
دوی زیاتوي، د پاکستان له لوري نیول شو سیمو کې اوس هم ځینې افغان کورنۍ پاتې دي.

هلته مېشت افغان ولسونه حکومتي چارواکي د پاکستان سره په لاس لرلو تورنوي او وایي، ورځ تر بلې پاکستاني ځواکونه افغان خاوره لاندې کوي، ولې پرې حکومت غلی دی.

د سیمې یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریال وېب پاڼې ته وویل، د پاکستان ځواکونه ان د کونړ تر سیند پورې رسېدلي او کوښښ کوي چې د دغې سیند څخه هم اغزن سیم تاو کړي، خو حکومت د تل په څېر ورته چوپ پاتې دی.

د یادو سیمو اوسېدونکي خبریال وېب پاڼې ته وایي، که حکومت د دوی غم نه شی خوړلی، دوی ته دې پرېږدي چې خپله د هغه چا سره وجنګېږي، څوک چې د دوی سیمې لاندې کوي.

د پاکستان ځواکونو توغندیز بریدونه د اسعداباد تر ښاره رسېدلي و، چې هلته پکې ښځې، ماشومان، سپین ږيري او ځوانان شهیدان او ټپیان شوي و.

دا ځل یې اغزن سیم تر کونړ څپاند سیند پورې رسېدلی دی، چې دا د افغان حکومت لویه ملامتیا ده. چې د پاکستان دې ظالمانه او یرغلیز اقدام پر وړاندې لا هم څه نه وایي.

راپورونه او د سیمې له ځایه تصویرونه ښیي، چې د پاکستان پوځ د کونړ ناړۍ ولسوالۍ دو کلام سیمه کې اغزن تار تېر کړی، دا سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او پاکستان پوځ د طالبانو په مرسته دا اغزن سیم یا تار تېر کړی دی.

د دې سیمې اوسېدونکي خورا بې وزله او پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې زیاتو کورنیو د نا امنیو او د پاکستان پوځ د راکټي بریدونو له کبله خپلې مېنې پرېښې دي.

خبریال وېب پاڼې ته د کونړ اوسېدونکو ویلي، که حکومت د کونړ له خاورې ساتنه نه شي کولی، موږ ته دې تجهیزات برابر کړي، په هر قیمت د دوښمن هېواد پاکستان د هر یرغل او برید پر وړاندې د کونړ له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.