فېسبوک یوه ثانیه کې ٧ میلیون پوسټونه پاک کړل

خبریال وېب پاڼه/ فېسبوک په یوه ثانیه کې د کرونا وبا په تړاو غلطو او جعلي معلوماتو ۷ میلیونه خپاره شوي پوسټونه پاک کړل.

د فېسبوک شرکت وویل چې د سې شنبې په ورځ یې د کورونا ویرس په اړه د غلط معلوماتو شریکولو لپاره په دویمه ربع کې ٧ کې ملیونه پوسټونه لرې کړل، د هغه منځپانګې په شمول چې د مخنیوي جعلي او غلط تدابیر او مبالغه شوي درملنه هڅوي.

فېسبوک دې وروستیو کې د جعلي او نا سمو خبرو پر وړاندې ډېر حساس چلند کوي او غواړي د دروغو خپرېدونکي خبرونه له دې کمپنۍ خپاره نه شي.

په نړۍ کې د کرونایي وضعیت په دوام کې فېسبوک په دې هڅو کې دی، چې د کرونا وبا په تړاو نا سم او دروغ خبرونه، جعلي تدابیر او مبالغه اییزو درملنو په تړاو د خپرو شویو معلوماتو او خبرونو ژر ړنګونه وکړي.

په نړۍ کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سم، په خواله رسنیو او ځانګړې ډول فېسبوک کې نا سم معلومات، ناسم نظرونه او وېرې خپرې شوې، چې په خلکو کې یې هم وېره پیدا کړه، په داسې حال کې چې زیات شمېر معلومات او خبرونه غلط او دروغ ول.

د کرونا وبا له خپرېدو سره په تازه وختونو کې ناسمې نظریې او غلط معلومات خپرېدل، چې په دې توګه په خلکو کې وېره خپرېده او لومړیو وختونو کې له دې وبا د وژل کېدونکو ناروغانو شمېر خورا په چټکۍ روان وو، چې دې کار د کووېډ١٩ په نورو ناروغانو وېره بیخي زیاته کړې وه او رواني اختلال یې رامنځته کړی وو، نو هماغه وه چې زیاتو ناروغانو خپله روحیه له لاسه ورکوله او د مرګ تر کومي رسېدل.

یو شمېر کسانو بیا د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ د درملنې دې اړه جعل کاري کوله او نا سم معلومات یې خپرول، چې دا ناروغي درملنه نه لري، یا د دې وبا د درملنې په تړاو یې هوایي معلومات خپرول، چې بیخي یې د خواله رسنیو او په ځانګړې توګه د فېسبوک کاروونکي ګنګس کړي وو.

اوس به هره ورځ له دې وروسته فېسبوک د کذونا وبا او نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خپرېدونکي معلومات او خبرونه چاڼوي او نا سم، جعلي، دروغ او وېره خپروونکي معلومات او خبرونه به ړنګوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More