د هند سینما لوبغاړی سنجي دت په سرطان ناروغۍ اخته شوی
خبریال وېب پاڼه/ د هند سینما یا بالیووډ وتلی فلمي اداکار سنجي دت پر سرطان ناروغۍ اخته ش ی او د درملنې لپاره له هند وتلی دی.
راپورونه ښیي چې سنجي دت د سږو پر پر سرطاني ناروغۍ اخته شوی او اوس ددرملنې په موخه له هند د امریکا په لور وتلی دی.
هندي رسنۍ راپورونه خپاره کړي، چې سنجي دت څو ورځې مخکې د تنفسي یا ساه کښلو په وخت کې له ستونزو سره مخ وو چې روغتون کې بستر وو او دا معلومه شوه چې ښاغلی سنجي دت د سږو پر سرطاني ناروغۍ اخته دی او د دې ناروغۍ په څلورم پړاو کې دی.
ښاغلي سنجي دت پر ټوېټر له خپلو مینه والو غوښتي چې د ناروغۍ لپاره یې وارخطا نه شي او د کارونو نه رخصت دی او اوس مهال له ملګرو او د کورنۍ له غړو سره امریکا ته تللی څو د خپلې ور پېښې ناروغۍ درملنه وکړي، نوموړي خپلو مینه والو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به بېرته رک روغ را ستون شي.
٢٠٢٠ز کال د هند د سینما لپاره هم ښه کال نه وو، په روان زېږدیز کال کې د هند سینما درې وتلي لوبغاړړي مړه شول.
په تېرې اپرېل میاشت کې د هند سینما وتلی اداکار عرفان خان چې د هالیووډ او بالیووډ له سلو څخه په زباتو فلمونو کې یې کار کړی وو د ٥٤ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له کبله مړ شو، د همدې میاشتې په وروستیو کې بیا د هند سینما بل وتلی لوبغاړی ریشي کپور هم د سرطاني ناروغۍ له کبله مړ شو.
له دوی څو میاشتې وروسته د هند بل وتلي فلمي اداکار سوشانت سېنګ ځان وژنه وکړه، د ژوند پور یې پرې کړ. د سوشانت مرموزې ځان وژنې په هند او نړۍ کې ټول مینه وال هېښ کړل اوټول مینه وال یې د خفګان پر ټغر کېنول، اوس هند سنیمای لوبغاړي غواړي چې د سوشانت سېنګ پر فلمي ژوند فلم جوړ کړي، سوشانت په لسګونو سریالانو او فلمونو کې کار کړی وو او د ښه اداکار په توګه یې ډېر مینه وال لرل.
اوس مهال د سنجي دت سرطاني ناروغۍ د ښاغلي دت مینه وال د نوموړي د روغتیا په اړه اندېښمن دي.
سنجي دت هغه فلمي لوبغاړی دی، چې په هند کې احمد شاه بابا د امپراتورۍ په دوره کې د پاني پت د جګړې په تړاو فلم کې د احمد شاه بابا په رول کې کار کړی دی. او په همدې توګه یې په زیاتو فلمونو کې کار کړی چې فلمونه یې بریالي شوي دي.
سنجي دت د خپلې ناروغۍ په اړه ډېر په ډاډ وایي، تر درملنې وروسته به ژر رک روغ خپل هېواد هندوستان او مینه والو ته را وګرځي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.