The news is by your side.

د شپږیزې کرکټ لیګ پنځه لوبډلې پر کمپنیو خرڅې شوې

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د شپږيزې لیګ اووم پړاو سیالیو لپاره د پنځو لوبډلو سپین غر پړانګانو، کابل بازانو، امو نهنګانو، بند امیر او مس عینک لوبډلو مالکین معلوم شول.

د کرکټ بورډ په اداره کې د یوې ناستې په ترڅ کې چې د کرکټ بورډ سرپرست اجرایه ریس نظیم جار عبدالرحیمزی او د شپږیزې لیګ د پنځه لوبډلو د ملکیت د امتیاز لرونکو کمپنیو استازو ګډون درلود د یادو پنځو لوبډلو لپاره مالکین معلوم شول.

د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې (ACTU) د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي سپورټس کمپلکس  (ASC)د کابل بازان لوبډلې، نوید احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت  (NAME)د امو نهنګان لوبډلې، د ډیلي فرېش کمپنۍ د بند امیر لوبډلې او حضرت سوداګریز شرکت  (HCL)د مس عینک لوبډلې د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ او یواځې د بوست زون لوبډلې امتیاز تراوسه کومې کمپنۍ یا شرکت نه دی ترلاسه کړی.

د کرکټ بورډ سرپرست اجرایه ریس وویل، د کرونا له امله بازارونه زیانمن شوي دي، دوی غوره وګڼله چې د لوبډلو مالکینو ته یواځې د سږکال لوبډلو فیسونه معاف کړي او دا یې د هغوی لپاره یوه ډالۍ وګڼله.

شپږیزه په افغانستان کې تر ټولو مخکښ او د شوره ډک لیګ دی، چې هر پړاو ته یې د هېواد د ګوډ ګوډ څخه لوبغاړي راځي.

د کرکټ شنونکي، یاد لیګ د افغان ځوانو لوبغاړو لپاره بهترین فرصت ګڼي، تر څو خپل مهارتونه پکې پیاوړي کړي او خپلې وړتیاوې د سکرین پرمخ ټولو ته روښانه کړي.

دوی وایي، یاد لیګ د افغان کرکټ په پرمختګ کې رغنده رول لري او کرکټ بورډ هم کولی شي، چې د دې لیګ له لارې ملي لوبډلې، الف لوبډلې او ۱۹ کلنو لوبډلې ته پیاوړي لوبغاړي انتخاب کړي.

د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالۍ به په سپټمبر میاشت کې ترسره او په ژوندۍ بڼه به د تلویزیون په سکرین هم خپرې شي.

ویل کیږي د شپږیزې لیګ به د سپټمبر په شپږمه نېټه پیل شي او په ١٨مه به پای ته ورسیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.