ډيورنډ کرښې ته څيرمه د افغان پوځ تمريناتو پاکستان وارخطا کړ

خبريال ويبپاڼه/پرون يکشبنه د افغانستان د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو د ځانکړو تمريناتو په ترڅ کې په ډيورنډ کرښه ميښت پاکستاني چارواکي سخت وراخطا او ډارکړل.

په دغو ځانګړو تمرينا کې چې د افغانستان ولسوال پوځ ځانګړو ځواکونو ، د ملي اردو ، او ملي امنيت ځواکونو برخه لرله په ډيره شانداره توګه ترسره او په ولولو پاته ورسيدو.

بايد وويل شي په دې تمريناتو کې له افغان پوځ سره يو ځای د هغوی الوتکو، ټانګونو او د هغوی ډول ، ډول په وسلو بار وسايطو برخه درلوده.

که څه د افغان پوځ دغه ډول تمرينات په لومړي ځل په ورته وخت کې په ننګراهار ولايت کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه تر سره شوه.
داسي ويل کيږي چې اوس افغان پوځ پاکستان ته خپل زور ښايې او دا ورته په ډاګه کوي چې افغانان د خپل هيواد او خاوري په مقابل له سر او مال او ان له هر څه نه تير دي.

د ځانکړو ځواکونو دغه تمرينات په داسې حال کې ترسره کيږي چې څه موده مخکي پاکستاني لوري له ډيورنډ کرښې هغه غاړي نه د افغانستان په ځينو سميو توغندي وويشتل. او په دغه صفري نقطه کې څو ځايه رامخته او تيری يې وکړ.

د ياد ولو وړ ده چې پاکستان هغه هيواد دی چې تل يې په افغانستان کې جنګ ته لمن وهلي او ددغه هيواد د بربادۍ لپاره يې ډيرې خطرناکي پروژې ترسره کړي. تر ټولو لويه هغه يې د افغاني طالبانو روزل او هغهو ته فنا او د هغوي مالي ملاتړ کول دي.

هيره دي نه وي چې څو ورځي مخکې د افغانستان په ډيرو ولايتونو کې تر دې نامه دې چې پاکستان زموږ اصلي دوښمن ستر لاريونونه تر سره شول.

سياسي شنوونکی او د پوهنتون استاد حکم ثاقيب وايې په ټول افغانستان کې د افغانانو کرکه د پاکستان په وړاندي اوج ته رسيدلي او ټول افغانان د زړه له تله غواړي چې د خپل هيواد څخه ددفاع په خاطر له دې هيواد سره هر ډول جکړه وکړي.

دا هم بايد وويل چې ډورنډ کرښې ته څيرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ سختي جکړي شوي چې ورړستۍ هغه د سپين بولدک جکړه وه چې پاکستاني لوري ته سخت زيانونه واوښتل او له خپلو ځايونو څخه په تيښته بريالي شول. چې دغې جکړي په لويه کچه غبرګونه راوپارول. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اړ شو چې له افغان لوري سره خبري وکړي او دغه لانجه د خبرو له لاري هواره کړي.
هيره دي نه وي چې دافغان ځواکونو ميړانې د افغانانو په منځ کې ولولې راپاورلي او ډير دې ته جمتو شول چې په رضاکار ډول له خپلو ځواکونو سره يو ځای د دوښمن په مقابل کې وجنګيږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More