The news is by your side.

د صالح له لوري د سولې پروسه کې د خنډ اچولو هڅه

خبریال وېبپاڼهد افغانستان د ولسمشر لمړي‌ مرستیال امرالله صالح وايي چې طالبان هڅه کوي د افغان حکومت له لوري د سولې د مذاکراتي ټیم غړي‌ ووژني.‌

امرالله صالح پر فوزیه کوفي‌ برید د طالبانو له لوري بللی او ویلي یې دي چې که د طالبانو وس ورسیږي‌ د مذاکراتي ټیم ټول غړي به په ووژني.

د سولي د مذاکراتي‌ ټیم غړې فوزیه کوفي‌ د کابل ـ پروان پر لویه لار د تېري ‌جمعې په ماذدیګرد کابل په قرباغ ولسوالۍ کې په وسله وال برید کې ټپي شوه او اوس یې روغتیايي ‌حالت د اندېښنې وتلی دی.

پر فوزیه کوفي برید تر اوسه هیڅ یوې ډلې نه دی منلی، خو دافغانستان د حکومت لمړی مرستیال امرالله صالح هڅه کوي‌چې په دې موضع کې طالبان راښکیل کړي.‌

د سولي په داسي‌ یوه حساس وخت کې له پلټنو پرته د جګړې پر بل لوري د وژنو، بریدونو او تاوتریخوالي تورونه پوري کول د ډېرو په اند د سولي پروسه ټکنۍ کولای شي.‌

د افغانستان اکثره چارواکي، وکیلان، سناتوران، والیان او وسله وال قوماندانان خپلمنځي بدۍ او سیاسي رقابتونه هم لري چې هم مهاله له یوبل سره د د مرګ ترکچې رسیږی.‌

هم دا ډول د وسله والو طالبانو اکثره قوماندانان هم له یوبل سره ورته چلند کوي؛ خو د سولي په دې حساسو شرایطو کې د حکومت او طالبانو له لوري یو پر بل تورونه پوري کول د دواړو لورو او په لویه کې د افغانستان په زیان دي.

خلک وايي د سولې موضوع اوس په افغانستان کې تر بل هر وخت نېژدې شوې او طالبان او افغان حکومت به له یوبل سره خپلمنځي‌ خبرې پیلوي، خو په دې وخت کې هر افغان چارواکي او طالب مشرانو ته په کار دي چې له بې بندو باره خبرو خپرولو ډډه وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې مرکچي پلاوې پر غړې فوزیه کوفي وسلوال برید غندلی او دا ناځوانه کړنه د هغه چا کار ګڼي، چې غواړي د سولې روان بهیر وځنډوي او ګډوډ یې کړي.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي، چې میرمن کوفي د سولې په بهیر کې یو اوریدونکی غږ دی؛ ځکه، چې هغه تل د ښځو د حقونو پیاوړې ساتونکې پاتې شوې ده.

د افغان خبریالانو په وینا چې امرالله صالح که پر فوزیه کوفي‌ د طالبانو د برید اسناد لري‌ډاګیز دې کړي‌؛ که نه نو د خپل واک د غځولو په موخه دې د سولي د پروسې د ځنډولو هڅه نه کوي.‌

د فوزیه کوفي ‌پر ځای به مذاکراتي ‌ټیم ته څوک ځي؟

    

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.