The news is by your side.

د بندیانو د خلاصون بهیر او د ځینو بهرنیانو اندېښنې

خبریال وېب پاڼه/ د لویې جرګې د پرېکړې وروسته، افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ، چې په لومړي پړاو کې یې ۸۰ بندیان خوشې شول.

افغان چارواکي وایي، د ۴۰۰ طالب بندیانو په تړاو ورسره ځینو هېوادونو اندېښنې شریکې کړي دي او دا یې د سولې لپاره سمه لار نه ده بللې.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، د ۴۰۰ طالب بندیانو د لېست څخه دې هغه درې طالب زندانیان نه خوشې کېږي، چې په افغانستان مې د فرانسوي وګړو د قتل په جرم زندانیان شوي و.

اخوا د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون هم د افغان حکومت څخه غوښتي چې د افغان اردو هغه سرتېري دې نه خوشې کوي، کوم چې د اسټرالیایي پوځیانو د وژنې په تور زندانیان شوي و.

بهرنیان په دې اند دي، چې دا د سولې سمه لار نه ده او د طالب بندیانو خوشې کول بیا دوی جګړې ته لېږل دي.

افغان چارواکي بیا وایي، دوی د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او دا ځل یې د سولې لپاره چټک ګامونه اخیستي دي.

د سولې مشورتي لویې جرګې غړي بیا وایي، دوی د طالب بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه ځکه وکړه، چې افغانان د جګړې په اور کې سوځي او دا د دوی د سولې لپاره یوه کوچنۍ قرباني ده.

د بهرنیانو د اعلامیو په اړه طالبانو بیا ویلي، چې د فرانسې او اسټرالیا وروستۍ څرګندونې د سولې په پروسه کې د خنډ په معنَی دي او وګړي یې ورته ځکه وژلي، چې دوی په افغانستان یرغل کړی و.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت خبر ورکړی، چې د بندیانو خوشې کول تخنیکي او حقوقې ستونزې لري، چې خوشې کول به یې وخت واخلي.

ټاکل شوې وه، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو وروسته به د طالبانو او فغان حکومت تر منځ مخامخ خبرې پیل شي، خو تر اوسه نه دي پیل شوي.

تر اوسه د افغان حکومت له لوري د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ نه ده بشپړه شوې، د لي پخلاینې شورا ویلي وو، چې یو شمېر بهرني هېوادونه ځینې ملاحظات لري او له دې کبله د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ ټکنۍ شوې.

د امریکا د سولې انسټیټوټ وایي، طالبان او افغان حکومت به د سولې مېز ته ځینې مسایل راوړي، چې دا وخت اخلي.
دوی ویلي، د سولې د خبرو به د هفتو یا د میاشتو وخت واخلپ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.