The news is by your side.

د ۴۰۰ طالب زندانيانو د خوشي کيدو موضوغ جنجالي شوي

خبريال ويبپاڼه / د افغانستان د مصالحي د عالي شورا وياند فريدون خوځون رسنيو ته ويلي چې د ۴۰۰ خطرناکو طالب زندانيانو په خوشي کيدو کې د ځينو غربي هيوادنو ځيني غوښتني او ملاحظي دي چې دغه پروسه يې ټکنۍ او جنجالي کړي ده.

د ښاغلي خوځون له خبرو مخکي د فرانسې هيواد يوه اعلاميه خپره کړي او په دغه اعلاميه کې يې له افغان حکومت څخه غوښته چې د هغه ۴۰۰ طالب زندانيانو له ډلې دې ۳ تنه طالب بنديان نه خوشي کوي.
ځکه دغه اعلاميه زياتوي چې دغه ۳ طالب زندانيان د فرانسوي وکړو په وژلو مجرم پيژندل شوي دي.

د ۴۰۰ طالب زندانيانو کوم نولړ چې رسنيو ته رسيدلی په دغه نولړ کې دغه ۴۰۰ طالب زندانيان په ۵ ګټګوريو په اعدام ،سړي تښتونه ، قاچاق، او نښه يې توکو په چاق باندي ويشل شوي دي. چې له دې ډلي څخه يې ۵۱ تنه د نشه يې توکو په قاچاق ، ۱۶۵ تنه په اعدام ۱۰۵ تنه په قتل او ۳۴ تنه په سړي تښتونه او مجرم پيژندل شوي په دغه نولړ کې ۲۴ تنه داسې طالب بنديان هم شته چې د امريکا او نورو هيوادو له خوا په تور ليست کې شامل شوي دي.

د دې نولړ په اړه د طالبانو د قطر دفتر وياند مشال راډيو ته ويلي چې دغه نوملړ دوی ته کره نښکاري خو ولي دايې هم ورته ويلې چې د طالبان په ۵۰۰۰ کسيز ليست کې داسې کسان هم شته چې افغانان نه دي.

خو تر دې مهاله د مصالحي عالي شورا ددې نولړ په اړه رسينو ته څه نه دي ويلي.

خو د سولي په چارو کې د دولت وزارت ويانده ناجيه انوزي بيا وايې د طالب زندانيانو د خوښي کيدو په پروسه کې ځنډ د يو لړ حقوقي مراحلو له امله رامنځته شوی دی.

د يادولو وړ ده چې د طالبانو ددغو ۴۰۰ بنديانو له ډلي څخه ۸۰ تنه زندانيان خوشي شوي هم دي.

ددغو ۴۰۰ طالب زندانيانو لپاره افغان ولسمشر د سولي مشورتي لويه جرګه راوغوښته او دغي جرګې په اکثريت سره پريکړه وکړه چې دغه طالب زندانيان بايد خوشي.
چې د جرګي ددغې پريکړي ډيرو خلکو هر کلی وکړ او طالبانو هم وويل چې د ۴۰۰ زندانيانو له خوشي کيدو وروسته به په پوه اونۍ کې بين آلافغاني مذاکزاتو ته کينی.

د مصالحي د عالي شورا وياندي بې بې سي ته ويلې چې دغه ۴۰۰ طالب بنديان به حتمن ژر خوشي شي ځکه د ريس جمهور هم په دې اړه لاسليک شوی او ټول حقوقي مراحل يې پای ته رسيدلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.