The news is by your side.

سبا کابل کې د غازي پر ژوند مستند فلم نندارې ته وړاندې کیږي

خبریال وېب پاڼه/سبا په کابل کې د شاه غازي امان الله خان په ژوند جوړ شوی مستند فلم نندارې ته وړاندې کېږي او ترڅنګ یې نور ګڼ مراسم ترسره کېږي.

د افغانستان د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان په اړه جوړ شوی مستند فلم د کابل په سينماو کې نندارې ته وړاندي کېږي.

ياد فلم سبا د سې شنبې په ورځ د اګسټ په اتلسمې نيټې په اريانا او د پارک په سېنما کې نندارې ته وړاندي کيږي,چې لارښود يې  حسيب نبي زاده ښودل شوی.

د اسد ۲۸ مه هر کال په ټول هېواد او د هېواد د باندې د نړۍ په هر ګوډ کې مېشت افغانان لمانځي.

شاه غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ اتل دی.

۱۰۱ کاله مخکې، امان الله خان د اسد پر ۲۸مه د راولپنډۍ د سولې تړون له توشیح کېدو وروسته پر دې ورځ د هېواد خپلواکي ولمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې تر دې وروسته به دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د ملي ورځې په توګه ولمانځي.

امان الله خان د امیر حبیب الله خان دویم زوی و، چې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی اتل دی.

د امان الله خان د اعلان وروسته اوس هرکال دا ورځ د یوې ملي ورځې په توګه په شور او ولولو سره لمانځل کېږي.

سږکال هم ورته د تېرو کلونو زیات تدابیر نیول شوي دي او سبا به د هېواد په مختلفو سیمو کې د مختلفو پروګرامونو په جوړولو سره ولمانځل شي.

د اسد ۲۸ مه په ټول هېواد کې رخصت اعلان شوی دی او دا ورځ به یواځې د خپلواکۍ لمانځلو ته ځانګړي شوې وي.

د دې ورځې د لمانځنې ځینې پروګرامونه له څو ورځې وړاندې ترسره شوي او ترسره کېږي.

په ځینو ولایتونو کې د غزلیزو ماښامونو سره دا ورځ د شعر په ژبه لا وړاندې لمانځل شوې ده.

د دې مشاعرو شعرونه خپلواکۍ، غازي امان الله خان او وطن ته ځانګړي وي، چې د شاعرانو له لوري په خوږه او د ترنم په ژبه زمزمه کېږي.

نن شپه او سبا سې شنبه ورځ د خپلواکۍ ګټلو ورځې په مناسبت جشنونه ترسره کېږي، چې زیاته برخه به یې د ملي بېرغ اوچتېدو او غازي امان الله خان انځور ځړولو ته ځانګړي وي.

سبا ورځ به په ننګرهار کې د غازي امان خان په قبر د ګلونو ګېډۍ اېښودل کېږي.

د دې ترڅنګ نور ګڼ جشنونه په کابل او ولایتونو کې ترسره کېږي، چې محتوا به یې خپلواکي او شاه غازي امان خان وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.