The news is by your side.

د شکري او زړه د نارړغيو خبرداری

خبريال ويپاڼه / د امريکا د محتده ايالاتو په نيويارک ښارکې ساينس پوهانو داسي يوه اله جوړه کړي چې په يوه ساده د ويني سره د راتلوونکي څو کلونه مخکي د شکري او زړه د ناروغيو خبرداری ورکوي.

داسي يوه آله چې که تنکي ځوانان يو ساده د ويني ټسټ وکړي د هغه د راتلونکي عمر په اړه د شکري او د زړه ناروغيو په اړه دقيقه وړاندوينه کوي.

لکه څنګه چې د وينې دغه ساده ټيسټ د هر عمر خلکو لپاره دی خو د شکرې خطر بايد په لومړيو کلونو کې وپيژندل شي. تر ټولو لومړی بايد ځوان هلکان او انجوني په دغه ډول ټيسټ عادت او حتمن يې وکړي تر څو يې د شکري او زړه ناروغيو سمه وړاندينه وشي او سره له اوسه ورته تدابير ونيول شوي کنه دغه دواړه ناروغي خطرناکې د پوره معالجې وړ نه دي.
که څه هم دغه د ويني ټيسټ ساده او هيموګلوبين ورته وايې چي اې ون سې (ايچ، بې ، اې ون ، سي) هم ورته ويلای شو.

دغه د وينې ټيسټ ډير اسانه دی ددې لپاره کوم نوي علميات(اپريشن) ته ضرورت نشته بس يوازي د يوې سنتي په وسيله له بدنه څخه د وينې را ويستل او هغه هعاينه کول دي.

دغه ټيسټ او آله د لوموړي ځل لپاره د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون له خوا رامنځته شوه چې د ۱۰ نه تر ۱۹ کلونو په ۱۴ زره هکانو ا. انجونو باندي و ازمويل شوه. او د هغوی د وينې ټسټ واخيستل شو او د هغوی د شکري اندازه يې معلومه کړه. چې د شکري (په بدن کې د قندو د زياتولي ناروغي) د نورو ډيرو ناروغيو پيل هم ګڼل کيږي.

دغو څيړونکو په ډاکه کړي چې ددغو ځوانانو د ډيرو د شکري اندازه زياته او آن په ځينو کې خو د زړه د ناروغيو احتمال هم بيخي ډير وو.

دا ښکاره خبره ده چې د اې بې اېچ ون سي ټيسټ دا معلوموي چې د انسان په وينه کې د پروټينو او هميوګلوبين اندازه د شکري يا په بدن کې د قندونو په پرتله څومره ده. چې دغه عمليه يو ځل تر سره شي بيا د عمره تر پاپه د په همدې حال رړانه وي.

د ډاکټرانو په وينا که نر يا ښځي غواړي تل سالمي او له روغتيا څخه برخمنې وي نو د وينې دغه ټيسټ دي هر کال يو ځل حتمن کوي تر څو ورته معلومه شي چې په وينه کې يې د شکرې اندازه څومره ده. او په راتلوونکي کې به هم له شکري ، زړه او نورو ورته ناروغيو څخه به په امان وي.

هيره دي نه وي چې د شکري ناروغۍ له هغو خطرناکو ناروغيو څخه شميرل کيږي د انسان بدن ډير ژر کمزوری کوي او د هډوکو د نرم والي او ماتيدو سبب ګرځي.
که ځوک د شکري ناروغي ولري زخم يې په ډير زحمت رغيږي او.ځني وخت خو يو وړوکی زخم لويږي او التهابي کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.