The news is by your side.

جمهور ریس ټرمپ په ټوله امریکا کې بېړنی حالت اعلان کړ

خبریال ډاټ کام/ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټوله امریکا کې د بېړني حالت (ایمرجنسي) اعلان وکړ. ډونالډ ټرمپ د روغتیايی چارواکو او د درملو دلویو کمپنیو د استازو په وړاندي په سپینه ماڼۍ کې د ایمرجنسي د اعلان پر مهال د کرونا وایرس د مقابلې لپاره (۵۰) پنځوس اربه ډالر بودیجه هم اعلان کړه .

نوموړي وویل چې امریکا به ډېر ژر د روان روغتیا يي بهران نه ځان وباسي ؛ او ټولو ایالتونو ته یې امر وکړ چې په بېړنۍ توګه د کرونا وایرس سره مبارزې ته ور ودانګي .

کرونا وایرس دم ګړی دامریکا متحده ایالاتو ټلو ایالتونو کې خپور شوی ؛ تر دم ګړیه یې (۱۰۰۰) کسان په اخته شوي  او (۴۱)  یې وژلي دي .

په امریکا کې پر لویو غونډو ؛ ودونو ؛ د موسیقۍ پر پروګرامونو؛ مذهبي او سپورتي لویوغونډو هم بندیزونه لګول شوي دي . 

ځیني ښوونیزي ادارې لا له وړاندي بندي کړل شوې وې او ځینو اوس د بندېدلو پرېکړي کړې دي .

ولسمشر ټرمپ نېشنل ایمرجنسي یا په ټوله هیواد کې بېړنی حالت په داسي حال کې اعلان کړ چې کرونا وایرس لا له وړاندي د امریکا د ونډو بازار سخت ځپلی دی .

تېره ورځ ولسمشر ټرمپ له ټولو اروپايي هیوادونو امریکا ته د خلکو تګ وځنډاوه ؛ یوازي بریتانیا له دغه بندیزه وتلې وه ، خو نن یې دا اشاره هم ورکړه چې د بریتانیا په تړاو به هم پر خپله پرېکړه فکر وکړي .

دلته بریتانیا کې د کرونا وایرس پېښي په شدت سره مخ په زیاتېدو دي ؛ تر دم ګړیه این ایچ ایس په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۷۹۸ اعلان کړی او ۱۱ یولس کسانو ژوند له لاسه ورکړی  .

بریتانیا هم د رارواني اونۍ نه د Mass gatherings could be banned پیغام ورکړ ، مطلب دا چې پر لویو غونډو ؛ ودونو ؛ مېلو او مذهبي رسوماتو کې به ډېر خلک نه سره راغونډیږي .

په بریتانیا کې لا هم ښوونځي پرانیستي دي  او چارواکي  وايي لا هم تر اوسه حالات کابو کې دي  خو خلک د ښوونځیو د بندېدو غوښتنه کوي .

د بریتانیا چارواکي وايي چې بریتانیا د کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره چمتو ده ؛ خو بل پلو کرونا وایرس په بریتانیا کې سخته وېره خپره کړې ده .

ډېری په دې اند دي چې په امریکا ې تر نېشنل ایمرجنسي اعلانولو وروسته ښايی بریتانیا هم ورته ګاو واخلي . ځکه په بریتانیا کې د کرونا وایرس پېښي پرله پسې مخ په زیاتېدو دي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance