پمپيو: دا ځل د امنتيت شورا له لاري په ايران سخت بنديزونه لګو
خبريال ويبپاڼه/د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي چې را روانه پنج شبه به د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د ايران په وړاندي له سختو لارو کار واخلي.
ښاغلی پمپيو زياتوي چې دا ځل به د امنيت شورا ۱۵ غړو ته د ايران د اټومي وسلو د جوړولو په هلکه سخت شکايتونه وکړي تر څو هغوی ټول قانع کړي او پر ايران د نورو بنديزونو تر څنګ د وسلو د نه اخيستلو بنديز هم ولګوي.
مايک پمپيو د فرانسې رړيټرز آژانس ته ويلي چې را روانه پنج واشنګټن ته ځي او هلته د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوتريش او د امنيت شورا له مشر اندونزي سره به ليده کاته وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چي څو ورځي مخکي د ملګرو ملتونو امنيت شورا هغه مسوده رد کړه چې له مخي به يې په ايران د وسلو اخيستلو بنديز لګيده.
خو اوس پمپيو په دغه سفر سره بيرته غواړي امنيت شورا ټول غړي په تيره بيا د دې شورا ا دايمي غړي چې روسيه، چين، فرانسه او انګلستان قانع کړي او په ايران د نورو بديزونه تر څنګ تر وسلو نه اخيستلو بنديز هم پرې ولګول شي.
د امريکا متحده ايالتو په ايران دغه بنديزونه د دې لپاره لګولي تر څو د دغه بنديزونه فشار پواسطه د اټومي وسلو له جوړولو څخه لاس واخلي. او د سيمي امنيت لپاره د خطر ګواښ را کم شي.
خو ايران بيا وايې د اټومي وسلو جوړول يې مسلم حق دی او دغه وسلي يوازي له ځانه د دفاع په خاطر جوړوي.
د يادولو وړ ده چې دوه ورځې مخکي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ايران توندي نيوکي کړي او خبردای يې ورکړی وو چې په يوه اونۍ کې به بيرته له سره به په ايران نوي بنديزونه ولګوي.
هيره دي نه وي د امريکا دغه بنديز چې ايران بايد نوري وسلي وانخلي چين او روسيې مخالفت کړی او د هغوی له خوا ددغه بنديز مسوده رد کړای شوه.
له د وسلو د نه اختستلو د مسودې له ويټو (ردولو) وروسته د روسيه ولسمسر ولاديمير پوتين اعلان وکړ چې د ۵+۱ په نامه د يوې غونډي د جوړولو تابيا لري . تر څو د ايران په ګډون د امنيت شورا داميې غړي پکې برخه واخلي.د ايران او امريکا په دغو ناندريو له نيږدي څخه بحث وشي.
بايد وويل شي د ملګروملتونو امنيت شورا د نړي د سولي امنيت دنده پر غاړي چې ټړل غړي ۱۵ او دايمي غړي يې ۵ هيوادونه دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.