The news is by your side.

په کابل کې د ۶ ولایتونو را غونډ شوي‌مشران څه غواړي؟

خبریال وېب پاڼه/ د جنوب ختیځ زون ولسونو په ګډه له افغان حکومت او طالبانو نه د سولې په تړاو پرانیستی لیک کې غوښتي چې سولې ته ژمنتیا دې په عمل کې ثابته کړي.

ولسونه وایي، د حکومت او طالبانو د جګړې له امله په ٤٢ کلنه جګړه کې هره ورځ هېواد او هېواد وال د جګړې په لمبو کې سوځي، بې ګناه افغانان شهیدان کیږي او د هېواد د پرمختګ او ثبات ټول فرصتونه او سرچینې له منځه ولاړې.

د جنوب ختیځ زون ولسونو په لیکلي ډول دواړو خواوو نه غوښتنه کړې چې نور دې د زموږ زغم نه ازمایي، زموږ زغم پای ته رسېدلی او په دې حساسو شرایطو کې دې دواړه لوري نور د بین الافغاني مذاکراتو پر مېز را ټول شي.

دوی وایي، افغان حکومت او طالبان د داسې مذاکرات پیل کړي چې په لومړي ګام کې پر اوربند سلا شي او بیا پر نورو موضوعاتو معقولو پایلو ته ورسیږي څو افغانستان کې د تل پاتې او با عزتې سولې او ثبات لامل شي.

دوی د سولې په تړاو په پرانیستي لیک کې وړاندې زیاته کړې، که څه هم نړیوال شرایط برابر دي او دا ایجابوي چې دواړه لوري ژر سولې ته رسېدلی شي، که بیا هم طالبان په یوه او بله پلمه ځانونه د مذاکراتو له مېز په شا کوي، بیا به په ټولو امکاناتو سولې ته د رسېدو لپاره له سوله اییزو حرکتونو، مشروع او معقولو لارو څخه کار اخلي او پر خواوو به فشار راوړي چې د سولې پر خبرو را ټول شي.

دوی همدا راز پر ټولو سیاسي او جهادي مشرانو، قومي ش را ګانو، ځوانانو او مدني فعالانو غږ کړی، چې دې سپېڅلي او ملي ارمان ته د رسېدو او د شته فرصتونو د نه ضایع کېدو او ور نه د ګټې اخیستو لپاره سره یو شي.

د سولې بین الافغاني مذاکرات چې د طالبانو له لوري بند دي او افغان حکومت هم ځینې ملاحظات لري، طالبانو تر اوسه د ولسونو د دې غوښتنې په غبرګون مثبت ځواب نه دی ویلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.