The news is by your side.

د سوشانت سينګ د ځان وژني موضوع بيا پلټل کيږي

خبريال ويبپاڼه/د هند سترې محکمې په داسې حال کې چې د بالیوډ اداکار سوشانت سینګ راجپوت د ځان وژنې قضیه واوریده ، د هند ستري څارونکي شبکي (سی بی آی) ته لارښوونه وکړه چې د دې موضوع په اړه تحقیقات وکړي.

د هند د بهار ايالت ریاست د دې قضیې د پلټنې غوښتنه د هند د مرکزي تحقیقاتي له ادارې (سي بي آی) څخه کړې ده.

د هند ستره محکمه د چهارشنبه په ورځ د سوشانت سینګ راجپوت د انډیوالې ریا چکرورټي غوښتنې ومنلې چې د بهار ايالت له حکومت څخه يې د سوشانت سينګ د ځان وژني د قضيې د بيا څيړولو په اړه کړي ده.

د محکمې د پریکړې په وړاندې کولو کې ،وکيل رشی کیش رائ وویل ، “دا د بہار په مرکز پتنیا کې د ایف آی آر يا مقدمي ثبت کول قانوني وه.”
پدې قضیه کې ډیری ګوندونه شتون درلود. ریا چکرورټي د مدافع وکیل شیام دیوان نمایندګي کوله پداسې حال کې چې د بهار حکومت استازی منیندر سینګ هم هلته موجود و.

له بلې خوا ، د مهندراش حکومت په استازیتوب د سوشانت سینګ راجپوت پلار او د کانګریس مشر او مشهور وکیل ابیشک منو سنګوي په استازیتوب وکاس سینګ حاضر و.
له دې دمخه ، ریا چکورتي د جولای په 16 په یوه ټویټ کې د هند د کورنیو چارو له وزیر امیت شاه څخه غوښتنه کړې وه ، “زه د شانتا سینګ راجپوت ملګرې ریشا چکرورټي یم.” د هغه له ناڅاپي مړینې څخه یوه میاشت کیږي.

هغې زیاته کړي: “زه پر حکومت پوره باور لرم خو د عدالت د لا ښه تامين لپاره زه له حکومت سره مرسته کوم ، تو د هيند له لويې څارن والۍ څخه د تحقیق غوښتنه کوم.”
د محکمې د پرېکړې په اړه د هغې عکس العمل لا نه دی څرګند شوی ، خو د اداکار سوشانت سینګ خور خور شیوټا د سترې محکمې په پرېکړې خوښي څرګنده کړې ده.

هغې په ټویټ کړی او ليکلي يې دي چې موږ له سي بي آی (د هند له لويې څارن والۍ) څخه مننه کوو چې د عدالت د تامين لپاره بيا ځلي پر دې موضوع غور کوي.
د سوشانت سينګ د خور په وینا ، د بهار ايالت حکومت ، “د نن ورځې پریکړه ثابتوي چې د بهار د پولیسو دریځ سم و.”

د سوشانت سینګ راجپوت چې په ګڼو فلمونو کې کار کړکړی او تر ټولو مشهور هغه د ايم اس ډوني په څيره کې تمثل کول دي. سوشانت د جون په مياشت کېـد ممبي ښار په بندرا سيمه کې په خپل کور کې مړ وموندل شو.

د سوشانت سينګ کورني تور پوري کوي چې د سوشانت ملګرې د هغه په ځان وژنه کې لاس لري. سوشانت د هغې له لاسه ځان وژنه کړي.

خو.اغلي چکورټي دغه تورونه رد کړي او هغې ادا کړي چې دا په خپله ددې پيښې قرباني ده او له مرکزي حکومت څخه د پلټنو غوښتنه کړي ده.

د ياد ولو وړ ده چې باليوډ دغه وتلي ستوري سوشانت سينګ په خپل کور کې ځان وژنه وکړه چې تر اوسه يې علت نه ده معلوم شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.