The news is by your side.

ټرمپ: سعودي هم له اماراتو سره د اسرايلو په تړون کې يو ځای کيږي

خبريال ويبپاڼه/د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې داسي ښکاري سعودي عربستان هم په هغه تړون کې چې د محتده عربي اماراتو او اسراييلو له تر منځ لاسليک شوی ځان ور ګډ کړي. او له دې دواړو هيوادنو سره يو ځای ورته ډيپلوماتيک تړون ولري.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سينه ماڼۍ کې د خبري کانفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل چې موږ د ملګرو ملتونه سازمان ته وړانديز کړی او له امنيت شورا څخه مو غوښتي چې هغه مسوده بيرته لاسليک کړي چې له مخې به يې په ايران درانه بنديزونه ولګيږي.

خو له بله پلوه داسي ښکاري چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا تر ټولو سر سخت مخالفان د روس او چين هيوادنو دي چې نه غواړي امريکا تر دې سخت نور بنديزونه په ايران ولګوي.

هيره دې نه وي چې تيره اونۍ د عربي اماراتو او اسرايلو تر منځ ډيپلوماتيک تړون لاسليک شو. چې له امله به يې دواړه هيوادنه پر خپل منځ کې سفارت خاني ولري، او نور ګڼ ټولنيز تړون لاسليک او يو ځای به کار پري کوي.

بايد وويل شي د محتده عربي امارتو او اسراييلو تر منځ د تړون له لاسليک وروسته په نړيواله کچه په تير بيا د اسلامي هيوادنو غبرګونونه را وپارول.

د فلسطين حماس جنګيالۍ ډلي دغه تړون د فلسطيانو د لاسونه تړل بولي هغوی ويلي چې عربي امارات په لوی لاس د امريکا په لمسون فلسطين اسراييلو ته تسلميوي.

ايراني حکومت هم دغه تړون يو شرمونکی تړون بللی او محتده عربي امارات يې د امريکا لاسپوڅی هيواد بللی او ويلي دي چې عربي هيوادونه په لاس غواړي چې د اسراييلو او امريکا تر اشغال لاندي شي.

ترکيې هم دغه تړون غندلی او دايې د مسلمانو هيوادنو ډيره کمزوري بللي ده.

د محتده عربي اماراتو او اسرايلو تر منځ ډيپلوماتيک تړون ته ګڼو هيوادونو غبرګونونه ښودلي ځينو يې هرکلی کړي. خو ځينو بيا دغه تړون غندلی او هغه يې د فلسطينيانو په حقونو تيری بللی دی.

بايد وويل چې سعودي عربستان د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټړمپ دذې څرګندونو او ددې تړون په هکله څه نه دي ويلي.

د يادولو وړ ده چط تر عربي اماراتو مخکي دوو نورو عربي هيوادنو اردون، او مصر هم له اسراييلو سره دې ورته ډييلوناتيک تړونونه لرل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.