The news is by your side.

د ايران سفير: د سولي په پروسه کې د افغانستان تر شا ولاړ يو

خبريال ويبپاڼه/ د فارس خبري اژانس د راپور له مخي په پلازمينه کابل کې د ايران سفير د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير محمد حنيف اتمر سره په ليدنه کې ويلي چې د ايران جمهوري اسلامي دولت د افغانستان له جمهوري اسلامي دولت سره د تل په څير په هره برخه کې ولاړ دی.

د ايران سفير بهادر امينيان د خپل هيواد له لوري پر دې ټينګار وکړ چې هيواد يې د افغانستان د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو او په تيره بيا د سولي پروسې حمايت کوي.

د فارس د خبري اژانس د راپور له مخي د ايران سفير بهادر امنيان د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره د سولي په پروسه په مسقم ډول بحث وکړ او هغه ته يې ډاډ ورکړ چې هيواد يې تر شا ولاړ دی.

له بل پلوه د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي دي، چې د ايران سفير بهادر امنيان او د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر د دواړو هيوادونو د اقتصادي ، سياسي او فرهنګي اړيکو په ټينګښت او په سميزه سطحه د افغاني سولې لپاره اجماع او د طالب زندانيانو په خوشي کيدا او په افغانستان کې د تاوتريخوالي په کمښت د دواړو لورو تر منځ خبري اتري وشوې.

په دغه خپره شوي اعلاميه کې وړاندي ويل شوي دي چې د ايران سفير له خپل لوري ژمنه وکړه چې ايران به د سولي په پروسه کې له افغانستان سره صادقانه مرسته وکړه.

بايد وويل شي چې د ايران سفير د هرات د اوسپنې د پټلۍ د پروژي لپاره هم د مرستې ژمنه وکړه او ويې ويل چې هيواد يې غواړي د هرات له لاري له د افغانستان سره خپل ترانزټي اړيکي پياوړي او له دغې لارې افغانستان ته انرژي وليږدوي.

د فارس خبري آژانس په راپور کې دا هم ويل شوي چې ايران دهغو اختلافاتو په هواري کې هم له افغانستان سره مرسته کړي چې د ټاکنو په ترڅ کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ لوی سياسي جنجالونه رامنځته شوه.

وړاندي راپور کاږي چې د ايران سفر بهادر امنيان د افغانستان د امنيت شورا له سلاکار احمدالله محب سره هم ليده کاته کړي . راپور کاږي چې امينيان له حمدالله محب سره په دوه اړخيزو اړيکو او په ايران کې د ميشتو افغان مهاجرو په سره بحث او خبري اتري وکړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance